د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: پولیسو د پي ټي اېم غړی هدایت الله پشتین نیولی دی


د جولای پر اوومه د پي ټي اېم پلویان په کراچۍ کې د احتجاج په مهال.
د جولای پر اوومه د پي ټي اېم پلویان په کراچۍ کې د احتجاج په مهال.

د کراچۍ پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو غړی هدایت الله پشتین نیولی دی.

د کراچۍ ارټلري میدان تاڼیدار سجاد علي مشال راډیو ته وویل چې ویلي چې د پي ټي اېم مشرانو او پلویانو د کراچۍ پریس کلب مخې ته د احتجاج په مهال د ریاستي ادارو په خلاف نعرې وهلې وې او د خلکو د پارولو هڅه یې کړې وه نو ځکه یې ورباندې مقدمه دایره کړې ده.

پولیسو د جولای پر ۲۰ عدالت ته وړاندې کړ او محکمې هغه د نورو پلټنو لپاره په دوه ورځني ریمانډ پولیسو ته سپارلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر اوومه پي ټي اېم د حکومت له لوري اعلان شویو عملیاتو "عزم استحکام" ضد مظاهره کړې وه. د پي ټي اېم مشرانو ویلي چې د دوی مظاهره پرامنه وه، خو بیا هم پولیس د دوی پر ضد مقدمې درج کوي.

د پي ټي اېم وکيلې منيزه کاکړې مشال راډیو ته وویل، پولیسو د مظاهرې تابیا کونکو هدایت الله پشتین، رویدالله، مصطفا کمال ترڅنګ د مظاهرې پر ۳۵۰ ګډونوالو مقدمه لیکلې ده.

د پي ټي اېم کراچۍ ویاند رويد الله وویل چې دوی د پښتنو د حقونو لپاره پرامنه مبارزه کوي، خو پر وینا یې پولیس یې پر ضد په دروغو مقدمې جوړوي.

د پي ټي ایم چارواکي وایي، هدایت الله پشتین د جولای پر ۱۸مه نیول شوی وو خو دوه ورځې وروسته پولیسو هغه عدالت ته وړاندې کړ.

XS
SM
MD
LG