د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد پوليسو د تحریک انصاف ویاند نیولی دی


د عمران خان د خوشي کولو لپاره د پي ټي ای د پارلېماني غړو د احتجاج پخوانی انځور.
د عمران خان د خوشي کولو لپاره د پي ټي ای د پارلېماني غړو د احتجاج پخوانی انځور.

د اسلام اباد پوليس وايي چې په اسلام اباد کې يې د چاپې پر مهال د تحریک انصاف وياند رووف حسن نيولی دی.

پوليسو رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي چې د جولای پر ۲۲مه يې د تحریک انصاف پر مرکزي دفتر چاپه ووهله او رووف حسن يې ګرفتار کړ.

بیان دعوه کوي چې چاپه يې ځکه وهلې چې د رووف حسن په مشرۍ کې د تحریک انصاف ميډيا څانګې د بیان په خبره، د "ریاست ضد کمپېن" چلاوو او پر ټولنیزو رسنيو يې "ناسم اوغلط معلومات" خپرول. البته په دې اړه يې کوم ثبوت وړاندې نه کړ.

تحریک انصاف د پوليسو د تازه دعوو په اړه څه نه دې ويلي البته تر دې وړاندې يې تل د ریاست ضد د ناسمو معلوماتو په اړه تورونه رد کړي دي.

د پوليسو دا بیان له هغې وروسته ورکړی چې د پاکستان تحريک انصاف زنداني مشر عمران خان وکيل دعوه کړې وه چې د اسلام اباد پوليسو د پي ټی ای چيرمېن بېرسټر ګوهر علي او وياند روف حسن نيولي دي ۔

خو بي بي سي او جيو نيوز ټېلېويژن خبر ورکړی چې بېرسټر ګوهر وضاحت کړی دی چې هغه نه دی نیول شوی.

علي اعجاز بوټر د جولای پر ۲۲مه پر اېکس پاڼه (پخواني ټويټر) وليکل:"اوس راته د ګوند له دفتره څخه ټېلېفون وشو چې له ۳۰۰ څخه ۴۰۰ پورې پوليس راغلي او د پي ټی ای چيرمېن بېرسټر ګوهر او د اطلاعاتو سيکرټر رووف حسن يې ګرفتار کړل."

د پاکستان زیاتره رسنیو د علي اعجاز بوټر د دعوې پر اساس خبر خپور کړی دی چې پکې د بېرسټر ګو هر د نیولو دعوه هم شوې وه، خو بي بي سي ليکلي چې له بېرسټر ګوهر سره يې خبرې شوې او هغه ورته ويلي چې نه دی نیول شوی.

نوموړي زیاته کړې چې کله د اسلام اباد بولیسو د پي ټي ای وياند رووف حسن نیولی نو دی په خپله خوښه له پوليسو سره تللی وو، خو دا مهال په خپل کور کې دی.

د اسلام اباد پوليسو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دې ويلي. تحریک انصاف پر خپله رسمي اېکس پاڼه د دواړو مشرانو د نيولو غندنه کړې ده. دوی پر پاڼه يوه ويډيو هم خپره کړې ده او ليکلي يې دي چې پوليس پي ټی ای په نښه کوي البته مشال راډيو د دې ويډيو د کره والي تصديق نه شي کولای.

پي ټی ای دعوه کوي چې پولیسو د ګرفتارۍ پر مهال له دفتره څخه کمپیوټران او نور اسناد وړي دي.

د نيونو پرضد پي ټی ای نن جولای ۲۲مه په لاهور کې مظاهره کړې ده او د دواړو مشرانو د خوشي کولو غوښتنه يې کړې ده. د پاکستان حکومت هم په دې اړه لا څه نه دې ويلي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG