د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وایي په دوحه کې یې د لویدیځو هېوادونو له استازو سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي دي


طالبانو د حکومت د ریس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیرـ پخوانی انځور.
طالبانو د حکومت د ریس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیرـ پخوانی انځور.

د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې د دوی د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر، په دوحه کې د یو شمېر لویدیځو هېوادونو له سفیرانو او استازیو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او بشري همکاریو خبرې کړي دي.

طالب چارواکي وایي، هغه ناسته د اګست پر څلورمه په قطر کې شوې چې د برېتانیا، کاناډا، اېټالیا، فرانسې، جنوبي کوریا، استرالیا، جرمني او امریکا د سفارتونو سرپرستانو او ډیپلوماټانو پکې ګډون درلود.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله ایکس (پخوانی ټویټر) پاڼه کې یو بیان او د دې ناستې څو عکسونه خپاره کړي دي. فطرت لیکلي چې مولوي کبیر له یادو ډپلوماټانو سره د افغانستان د پرمختګونو، امنیت او ثبات په اړه معلومات شریک کړي او ټولو ته یې بلنه ورکړې چې افغانستان ته سفر وکړي.

مولوي کبیر له دغو ډپلوماټانو غوښتي چې خپلې سیاسي استازولۍ په کابل کې فعالې کړي. تر اوسه یادو ډپلوماټانو او یا سفارتونو د دې لیدنې په تړاو څه نه دي ویلي، خو اکثر لویدیځ هېوادونه د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان اړوند چارې مخته وړي او له طالب چارواکو سره هم لیدنې کوي.

XS
SM
MD
LG