د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاهور يو عدالت د ټېلېويژن کوربه اوریا مقبول جان په جسماني ريمانډ پولیسو ته سپارلی


د اوریا مقبول جان د ۲۰۰۷ز کال انځور
د اوریا مقبول جان د ۲۰۰۷ز کال انځور

د پنجاب د لاهور يو ځايي عدالت د شخصي ټېلېويژن کوربه او کالم لیکونکی اوریا مقبول جان د څلورو ورځو لپاره په جسماني رېمانډ د هغه هېواد د پلټنو فېډرالي ادارې (اېف ای اې) ته سپارلی دی.

نوموړی د اېف ای اې د انټرنيټي جرمونو د مخنيوي څانګې د اګست پر ۲۱مه شپې مهال نیولی وو. پر هغه د مذهبي کرکې خپرولو تور پورې شوی دی.

اوریا مقبول جان د اګست پر ۲۲مه د لاهور د جوډيشل مجسټرېټ عمران عابد عدالت ته حاضر کړل شو او اېف ای اې له عدالته وغوښتل چې نوموړی دې د نورو پلټنو لپاره د ۱۴ ورځو لپاره پوليسو ته په جسماني ريمانډ وسپاري او د دې ترڅنګ يې له هغه څخه د لېپ ټاپ او موبایل ټېلېفون اخیستو اجازه هم وغوښتله.

د نوموړي وکيل میا علي اشفاق عدالت ته وويل چې اوریا مقبول جان د هېچا "سپکاوی" نه دی کړی او اېف ای اې د ده پر ضد "بې اساسه" تورونه پورې کړي دي. هغه دعوه وکړه چې د پلټنو فېډرالي اداره د هغه پر ضد ثبوتونه نه لري او له عدالته يې خواست وکړ چې دا قضیه دې لغوه کړي.

خو د اېف ای اې پلټونکي افسر عدالت ته وويل چې پر اوریا مقبول جان پورې شوي تورونه "رېښتني" دي او زیاته يې کړه چې جان له دوی سره په پلټنو کې "مرسته نه کوي."

پر دې مهال اوریا مقبول جان عدالت ته وويل چې خپل ټول پاسورډونه يې اېف ای اې ته ورکړي دي.

د دواړو غاړو د دلیلونو تر اورېدو وروسته جوډيشل مجسټرېټ عمران عابد اوریا مقبول جان د څلورو ورځو لپاره پوليسو ته په جسماني ريمانډ وسپاره او د اېف ای اې چارواکي ته يې د پلټنيز راپور جمع کولو امر وکړ.

اوریا مقبول جان د هغه کېمپين په تړاو نیول شوی چې د سپريم کورټ د جرګګۍ د فیصلې پرضد يې شوی وو. د سپریم کورټ چيف جسټس قاضي فایز عیسا په مشرۍ دوه کسيزې جرګګۍ د روان ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر شپږمه د مبارک ثاني نومي کس سزا کالعدم ګرځولې وه.

ثاني ته په ۲۰۱۹ز کال کې د پنجاب د قران مجيد د تقدس د قانون تر مخې سزا اورول شوې وه چې جرګګۍ پر دې اساس کالعدمه کړه چې پر نوموړي چې کوم تور پورې شوی او سزا ورکړل شوې، هغه تر ۲۰۲۱ز کال پورې د جرم په زمره کې شامل نه وو.

تر دې فیصلې وروسته د چيف جسټس (مشر قاضي) پرضد کېمپين پيل شو چې بلاخره يې عدالت د فیصلې په اړه وضاحت ورکولو ته اړ ایست.

XS
SM
MD
LG