د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې د ډوګر روغتون ډاکټرانو احتجاج دوام لري


د کورمې ډوګر روغتون طبي عمله د خپلو معاشونو لپاره پر احتجاج ده: انځور اګست ۲۲، کال ۲۰۲۴
د کورمې ډوګر روغتون طبي عمله د خپلو معاشونو لپاره پر احتجاج ده: انځور اګست ۲۲، کال ۲۰۲۴

د خیبر پښتونخوا د کورمې په ډوګر کې د روغتون ډاکتران او نور کارکوونکي د تنخاګانو نه ترلاسه کېدو له وجې له یوې اوونۍ راهیسې په احتجاج دي.

د روغتون یو چارواکي ډاکتر برهان الدین د اګست په ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې له اتو میاشتو راهیسې یې تنخا نه ده ترلاسه کړې نو ځکه یې روغتیايي خدمات ځنډولي دي.

دی وايي، د تنخاګانو زیاتولو، د دندې رسمي تړون او په منظم ډول د میاشتینۍ تنخا ترلاسه کولو تر غوښتنو پوره کېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي: "بس دا زموږ [غوښتنې] دي، چې هر وخت پوره شي نو پر هم هغه ساعت به هسپتال بیا خلاص کړو او انشا الله د منځنۍ کورمې د عوامو د خدمت سلسله به بیا شروع کړو."

د ډوګر اوسېدونکي وايي، د روغتون د چارو درېدو له وجې له ستونزو سره مخامخ شوي دي. د سیمې یو اوسېدونکي ملک سیف الله اورکزي مشال راډیو ته وویل، که حکومت پر وخت فنډونه جاري نه کړل او د روغتون خدمات پیل نه شول نو هغوی به هم پر احتجاج لاس پورې کړي.

په کورمه کې د ډوګر روغتون په ګډون اووه داسې سرکاري روغتونونه دي چې حکومت ورته د میډیکل ایمرجنسي ریلیف فاونډېشن ( د بیړنیو طبي خدمتونو بنسټ) په نامه د غیر دولتي ادارې له لارې طبي سهولتونه رسوي.

د هغې ادارې یو چارواکي اکمل خان مشال راډیو ته وویل چې صوبايي حکومت یې شاوخوا ۸۵۰ مېلیونه روپۍ پوروړی دی او د پیسو نه شتوالي له وجې یې د روغتون کارکوونکو ته تنخا نه ده ورکړې. دی البته وايي چې حکومت ورته د پیسو ورکولو ژمنه کړې. صوبايي چارواکي هم وايي چې د مالي ستونزو له وجې د یوشمېر روغتونونو پیسې بندې دي، چې ژر یې بحالوي.

صوبايي حکومت دا مهال دغو ټولو اوو روغتونونو ته د فنډونو ورکول ځنډولي دي چې د ځايي چارواکو په وینا د بحالۍ کوششونه یې روان دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د خیبر پښتونخوا په روغتیا څانګه کې دغه ډول احتجاجونه کېږي. په تېرو وختونو کې هم ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو په بیا بیا د تنخاګانود نشتوالي یا کمښت له وجې کاربندیزونه کړي دي. دوی ادعا کوي چې د تنخاګانو پر وخت نه ترلاسه کول او د زیاتولو غوښتنې یې په نظر کې نه نیول کېږي، چې دې حالت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې جدي خنډونه رامنځته کړي دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت له دې مخکې هم د مالي ستونزو له وجې تر فشار لاندې راغلی دی. د روغتیا څانګې تر اوسنۍ مالي ستونزې مخکې، صوبایي حکومت پوهنتونونو ته هم پر وخت د پیسو نه ورکولو له وجې له نیوکو سره مخ وو.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG