د خيبر پښتونخوا د ځوانانو وزارت د خیر ښېګړې او بلدیاتي ادارې په مالي مرسته جوړ شوي د "ينګ ليډر پارلېمنټ" په نامه ادارې له هغه وروسته په قبایلي ضلعو کې هم فعالیت پيل کړی چې د یادو ضلعو د ځوانانو او پېغلو روزنه او ټاکنه د اګست پر ۲۵مه وشوه.
د دې ادارې له لارې ځوان کهول کولای شي چې په ولس کې د اقتصادي او تولنيزو مسلو په اړه پوهاوی خپور کړي او حل لارې يې پيدا کړي.
د ځوانو مشرانو د پارلېمان مشر نوید احمد وايي چې په خیبر پښتونخوا کې د ورګډو کړل شویو ضلعو په سوونو ځلمیو او پېغلو په خپلو سیمو کې د یادې ادارې تر سیوري لاندې فعاليتونه پيل کړي دي.
نوموړي د اګست پر ۲۷مه مشال راډيو ته وویل چې د خيبر پښتونخوا د ويلفير او بلدیاتي ادارې په مالي مرسته به دا ځلمي او پېغلې په ضم شويو ضلعو کې په لومړي ځل وتوانېږي چې په تعلیمي او روزنیز نوښتونو، د ونو بوټو کېنولو او مختلفو دستورو کې برخه واخلي.
"۱۵ ورځې مخکې د ضم شويو ضلعو نويو غړيو په باجوړ او ایف ار بنو کې د مشرتابه د صلاحيت په پرمختیا سېمينارونه کړي دي ، پرون (اګست ۲۶مه) هم ځوانانو د باجوړ د مرستیال کمشنر په دفتر کې د کابينې لومړۍ غونډه وکړه او همداسې په خيبر کې هم زموږ هلې ځلې روانې دي."
ده زیاته کړه چې د ځوانانو فعاليتونه په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، باجوړ، مومندو او خيبر کې په ښه ډول روان دي.
نويد احمد وویل چې دا مهال د ضم شويو ضلعو لپاره د علامتي پارلېماني مشرانو له ۳۰۰ څخه زیاتو فعالو غړو څخه جوړ شوی چې د زرغون چاپیریال د اهمیت روښانه کولو لپاره يې د ونو د کېنولو کمپاین هم پیل کړی دی.
په خیبر قبايلي ضلعه کې د یادې ادارې غړی سید اشفاق بنوری وايي چې په ضم شويو ضلعو کې دا مهال دوي په يوشمیر برخو کې د ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره کار کوي.
ده وویل، " په کومو سیمو کې چې په ټولنه کې پوهاوی نه وي نو د هغې ټولنې ځوانان به منفي خواوو ته ځي، خو که هغه ټولنو کې پوهاوی خپور کړل شي او ورته د ټولنې او د ځان د پرمختګ په اړه تجويزونه په ګوته کړل شي نو هغوي بیا د ټولنې او د وطن په سوکالۍ او ابادۍ کې خپل رول لوبولای شي."
نوموړي زیاته کړه چې په قبایلي ضلعو کې ښځې ډيرې وروسته پاتې دي نو دوی غواړي چې د ښځو د حقونو په اړه هم پوهاوې خپور کړي.
په خیبر پښتونخوا کې د مېرمنو د حقونو لپاره کارکوونکي وايي چې په ضم شويو ضلعو کې ښځې د رواج او رسمونو په نامه له جبري ودونو، تعلیم ته د نه لاس رسي، له ميراث څخه د محروميت ، ولور، سورې او له يوشمیر نورو ټولنيزو ستونزو سره مخامخ دي.
د ځوانانو د دې پارلېمان يوې ښځينه غړې عروج شاه د اګست پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې په دې غړيتوب سره به دوي جوګه شي چې په عمومي توګه د ټولې صوبې او په خاصه توګه د ضم شويو ضلعو په نجونو کې د داسې ستونزو په اړه پوهاوی خپور کړي.
نوموړې وویل"زموږ په ټولنه کې کورنۍ ښځې زیاتره پر نارينه وو تکيه کوي، نو پکار ده چې موږ په خپلو فعاليتونو کې د هغوي ملاتړ تر لاسه کړو ، خو که بیا هم نارينه ملاتړ نه کوي ، نو د دې ادارې له لارې د وروسته پاتو سیمو د ښځو تعليمي، سماجي او سیاسی ستونزې موږ په ښه طریقه حکومت ته په ګوته کولای شو."
ينګ ليډر پارلیمنټ د يوه علامتي پارلېمان په توګه کار کوي، چې پکې علامتي اعلا وزیر ، ګورنر ، د کابینې غړي، سلاکاران او پارلېماني مشران ټاکل کېږي.
هره دوره یو کال دوام کوي، او په هره ضلعه کې له تنظیم شويو سازمانونو سره د ضلعې په کچ فعالیتونو همغږي کوي.
د دې ادارې له لارې ګډون کوونکي د رسنیو او عامه چارو د تنظیم روزنه ترلاسه کوي او په دې اړه د پام وړ معلومات او پوهه ترلاسه کوي چې پارلېمان څنګه کار کوي.