د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمر شیراني د وژنې ضد پراخې مظاهرې وشوې


په بنو کې د ملي جمهوري غورځنګ پلویان د اګست پر ۲۹مه د احتجاج په مهال.
په بنو کې د ملي جمهوري غورځنګ پلویان د اګست پر ۲۹مه د احتجاج په مهال.

ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم)د هغه ګوند د یو غړي عمر شیراني د وژنې پر ضد د اګست پر ۲۹مه په میرامشا، پېښور، بنو، کوټه، کراچۍ او د هېواد په ګڼو نورو سیمو کې احتجاجي مظاهرې کړي دي.

د اېن ډي اېم مخکښ او فعال عمر شیراني د اګست پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې وسلوالو په ډزو وواژه. تر اوسه کومې ډلې د نوموړي د وژنې ذمه واري نه ده منلې.

عمر شیراني به په ټولنیزو رسنیو کې د پښتون مېشتو سیمو د ناامنۍ، وسلوالو، او حکومتي پالیسیو پر ضد نیوکې کولې او د پښتنو د حقونو لپاره یې خبرې کولې.

په کراچۍ کې احتجاجي مظاهره:

ملي جمهوري غورځنګ د اګست پر ۲۹مه په کراچۍ کې د پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. په دې مظاهره کې د ګوند ګڼو پلویانو ګډون وکړ. د مظاهرې په مهال، ملي جمهوري غورځنګ د کراچۍ مشر محمد شیر مسید مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې د عمر شیراني په وژنه کې ککړ کسان ونیسي او سزا دې ورکړي.

محمد شیر مسید زیاته کړه چې عمر شیراني د ګومل پوهنتون نه پی‌اېچ‌ ډي ډګري ترلاسه کړې وه او هغه به د خپلې سیمې د امن لپاره خپل غږ پورته کولو.

په یاده مظاهره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د بشري حقونو فعالانو هم ګډون کړی و. د مظاهرې پر مهال د پي ټي ایم د کراچۍ غړي محمد الله مسید مشال راډیو ته وویل چې په پښتون مېشتو سیمو کې پښتانه ځوانان بیا بیا د وسلوالو لخوا په نښه کېږي او حکومت یې د امنیت ساتلو لپاره هېڅ ګام نه اخلي.

د محمد الله په وینا، عمر شیراني لومړی ځوان نه دی چې وسلوالو په نښه کړ، بلکې هر څوک چې د پښتنو د حقونو او مسایلو خبره کوي، هغه په نښه کېږي. نوموړي وویل چې پي ټي اېم به د عمر شیراني کورنۍ ته د انصاف ورکولو لپاره د اېن ډي اېم تر څنګ ولاړ وي.

په میرامشاه کې احتجاجي مظاهره:

د اېن ډي اېم په اعلان، په میرانشاه کې هم احتجاجي مظاهره وشوه، چې د ګوند ځایي مشرانو ورته ویناوې وکړې. د مظاهرې په مهال، د اېن ډي اېم د خیبر پښتونخوا جنرل سیکټري ندیم عسکر مشال راډیو ته وویل چې عمر شیراني په رڼا ورځ وسلوالو وواژه او تر اوسه یې قاتلان معلوم نه دي.

ندیم عسکر زیاته کړه چې عمر شیراني د خپلې سیمې د امن لپاره یو دروند غږ پورته کړی وو، خو بدبختۍ داده چې د امن لپاره غږ پورته کونکي نه پرېښودل کېږي او د تل لپاره خاموشه کېږي.

د اېم ډي اېم وژل شوی فعال عمر شیرانی (کیڼې خوا ته)
د اېم ډي اېم وژل شوی فعال عمر شیرانی (کیڼې خوا ته)

په نورو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې:

په کوټه، بنو، پېښوراو صوابۍ کې هم اېن ډي اېم احتجاجي مظاهرې وکړې. د ګوند جنرل سیکټري مزمل شاه بیا مشال راډیو ته وویل چې په هېواد کې د مظاهرو موخه دا ده چې د عمر شیراني کورنۍ ته انصاف ورکړل شي.

مزمل شاه زیاته کړه چې د پښتنو په سیمو کې د نوي جنګ لپاره د پاکستان ریاست یو سهولت کار دی او موږ له ریاسته غوښتنه کوو چې د دې جنګ برخه دې نه جوړېږي او د پښتنو ځوانان دې نور د خاشاک په توګه نه کارول کېږي.

د حکومت دریځ:

د پاکستان حکومت وخت په وخت ویلي چې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره یې په تېرو وختونو کې څو ځله پوځي عملیات کړي او ګڼې سیمې یې له وسلوالو پاکې کړي دي. د حکومت په وینا، د وسله‌والو پر ضد عملیاتو کې د پاکستان پوځ لویې قربانۍ ورکړې دي.

د پاکستان پوځ وایي چې د ناامنۍ د ختمولو لپاره پوځي عملیات کولو پلان لري. د پوځ ویاند لېفټینېنټ جنرل احمد شریف د جولای پر ۲۲مه په راولپنډۍ کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې "عزم استحکام عملیات" ډېر زیات ضروري دي، خو دا به یوازې پوځي کاروايي نه وي، بلکې ګڼ اړخونه لري. هغه زیاته کړه چې پوځ د هېڅ‌ وسلوالې ډلې په وړاندې توپېري چلند نه کوي او دوی عزم لري چې امنیت راولي.

XS
SM
MD
LG