د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین: د پاکستان پالیسیو پښتانه له ستونزو سره مخامخ کړي دي


منظور احمد پښتین دا څرګندونې د اګست پر ۳۰مه د خیبر ضلعې په جمرود کې وکړې.
منظور احمد پښتین دا څرګندونې د اګست پر ۳۰مه د خیبر ضلعې په جمرود کې وکړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، د پاکستاني ریاست د پالیسیو له وجې په هغه هیواد کې اوسېدونکي پښتانه له ستونزو سره مخامخ دي.

منظور احمد پښتین دا څرګندونې د اګست پر ۳۰مه د خیبر ضلعې په جمرود کې وکړې چیرته چې په بیګیاړۍ سیمه کې احتجاجي کیمپ لګېدلی دی. دا کیمپ د کوکي خېل راجګل سیمې کډوالو لګولی دی. د دوی پر احتجاج میاشت اوړي او د پېښور او تورخم ترمینځ لاره یې تړلې ده.

منظور پښتین هلته ناستو خلکو ته د وینا پر مهال وویل چې کوکي خېل راجګل کډوال له تېرو خواوشا ۱۴ کلونو راهیسې بې کوره دي، له کړاو سره مخامخ دي او ژوند یې له ستونزو ډک دی نو حکومت له پکار دي چې دوی ته اجازه ورکړي چې خپلې سیمې ته ستانه شي. نوموړي وویل، د راجګل سیمې د خلکو کورونه، ځنګلونه او پټي د پوځي عملیاتو له کبله تباه شوي دي.

منظور پښتین دا هم وویل چې که د خیبر مشرانو او ولس پرېکړه کړې وي چې د ۱۱م اکتوبر ټاکل شوې جرګه دې په خیبر کې وشي نو هغوی دې خبرې ته چمتو دي.

بل پلو په تیرا کې مېشتو امنیتي ځواکونو ځينو افسرانو له قومي مشرانو سره په تیرو څو جرګو کې ویلي چې هلته اوس هم په ځينو ځایونو کې امنيتي ستونزې دي. د دوی په خبره چې کله ټوله سیمه له وسله والو پاکه کړل شي، نو بیا کډوال ستنېدلی شي.

له راجګله په ۲۰۱۳ کال کې د پوځي عملیاتو له وجې څه باندې شل زره کورنۍ بې کوره شوې وې چې ځينې یې په جمرود کې له خپلوانو یا په خامو (کچه) کورونو کې دېره شوې. د خیبر انتظامي چارواکو تر دې مخکې ويلي ول چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په پړاوونو کې د تیرا د راجګل سلګونه کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې کړې دي او نورې به هم د امن تر بحالۍ وروسته ستنې کړي.

په وروستي ځل په جون کې لسګونه کورنۍ خپلو مېنو ته ستنې شوې.

له جمرود څخه د صوبایي اسمبلۍ غړي محمد سهیل اپریدي د اګست په ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې په راروانه اونۍ کې دغه مسله هواره کړي. نوموړی زیاتوي د احتجاج له مشرانو سره یې مذاکرات روان دي خو لا یې هم څه نتیجه نه ده ورکړې.

بلخوا په تورخم کې کسټم کلېرنګ ایجنټان وايي د تیرا راجګل کډوالو د احتجاجي پرلت له امله د پاکستان او افغانستان ترمينځ د مالونو لېږد رالېږد اغېزمن شوی دی. خو د تیرا راجګل کمېټۍ مشران وايي تر څو چې ورته د ستېندو اجازه نه وي ورکړل شوې، د خپل احتجاج ځای نه بدلوي.

XS
SM
MD
LG