د لاسرسي ځای

تازه خبر

د راجګل کډوال وايي د غوښتنو تر پوره کېدو به یې پرلت روان وي


د تیرا راجګال کډوال - انځور له ارشیفه
د تیرا راجګال کډوال - انځور له ارشیفه

د خیبر ضلعې د تیرا راجګل کډوالو خبرداری ورکړی چې تر څو یې حکومت غوښتنې نه وي منلي، تر هغه به احتجاج نه ختموي.

د راجګل د کډوالو د کمیټۍ مشرانو له حکومته خپلو سیمو ته د بې کوره شويو خلکو د ستنولو اجازه او د بیا بحالۍ غوښتنه کړې ده. دوی د دې غوښتنې پوره کولو لپاره، له تېرو دوه اونيوو راهیسې په باب خیبر کې احتجاجي پرلت وهلی دی.

د اګست په ۱۸ نیټه په جمرود پریس کلب کې تر خبرې غونډې وروسته، د دغې کمېټې مشر، ملک نصیر کوکيخېل مشال راډيو ته وويل چې په خپلو سیمو کې بیا مېشته کېدو لپاره دې کډوالو ته ټولې سیمې پرانستل شي. هغه زیاته کړه چې حکومت دې اجازه ورکړي چې خلک خپلو کلو ته واپس شي او هلته ته دې د ژوند بنیادي سهولتونه ورکړل شي.

کوکيخېل زیاته کړه چې تر څو پورې د دوی غوښتنې نه وي منل شوې نو تر هغه پورې به په جمرود باب خیبر کې د احتجاج په ډول ناست وي. هغه وويل که حکومت یې پر غوښتنو غور ونکړ نو احتجاج پېښور او اسلام اباد ته هم پراخولی شي. دې پرلتوالو د اګست پر ۱۴مه، د پاکستان د ازادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځله. ملک کوکیخېل مشال راډيو ته ويلي وو چې د دې پرېکړې وجه یې د حکومت لخوا د دوی غوښتنې نه منل دي.

په تیرا کې میشتو امنیتي ځواکونو ځينې افسرانو له قومي مشرانو سره په تیرو څو جرګو کې ویلي چې هلته اوس هم په ځينو ځایونو کې امنيتي ستونزې دي. د دوی په خبره چې کله ټوله سیمه له وسله والو پاکه کړل شي، نو بیا کډوال ستنېدلی شي. د پېښور کمېشنر ریاض مسید او د خيبر انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ثنا الله خان د اګست پر ۱۳مه په جمرود کې د کډوالو له کمېټۍ سره مذاکرات وکړل خو بې نتيجې پای ته ورسېدل.

له راجګاله په ۲۰۱۳ کال کې د پوځي عملیاتو له وجې څه باندې شل زره کورنۍ بې کوره شوې وې چې ځينې یې په جمرود کې له خپلوانو یا په خامو (کچه) کورونو کې دېره شوې. د خیبر انتظامي چارواکو تر دې مخکې ويلي ول چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په پړاوونو کې د تیرا د راجګل سلګونه کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې کړې دي او نورې به هم د امن تر بحالۍ وروسته ستنې کړي.

په وروستي ځل په جون کې لسګونه کورنۍ خپلو مېنو ته ستنې شوې. بلخوا له خیبره د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپریدي مشال راډیو ته ویلي چې د خیبر پښتونخوا وزیراعلی،‌ علی امين ګنډاپور ته به به د تیرا راجګال د خلکو یوه جرګه بیايي چې ستونزې یې واورېدل شي.

XS
SM
MD
LG