د لاسرسي ځای

تازه خبر

بونېر کې وسلوالو سکول سوځولی او پر پولیسو یې بريد کړی


ناڅرګنده وسلوالو سېپټېمبر پر دويمه په بونېر کې د نجونو او هلکانو شريک پرايمري سکول ته اور اچولی دی.
ناڅرګنده وسلوالو سېپټېمبر پر دويمه په بونېر کې د نجونو او هلکانو شريک پرايمري سکول ته اور اچولی دی.

د خيبر پښتونخوا په بونېر کې وسلوالو يو سرکاري سکول سوځولی او د پوليسو پر ګاډي يې بريد کړی دی.

د بونېر ضلعې د پوليسو وياند اسرار خان رسنیو ته ويلي چې دغه دواړې پېښې د سېپټېمبر پر دویمه د چغرزۍ سيمې په ميراګۍ کلي کې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې چې ناڅرګنده وسلوالو د نجونو او هلکانو شريک پرايمري سکول ته اور اچولی دی.

د ځايي‌ خبریال نصیب یار چغرزي او ځايي‌ خلکو په وینا، چې کله پوليس د سوځول شوي سکول تر کتنې وروسته روان ول نو په لاره کې ښخ کړل شوي بارودي مواد ورباندې وچاودېدل. خو د اسرار خان په وینا، په دواړو پېښو کې چاته مرګژوبله نه ده اوښتې.

پولیس چارواکي تور پورې کوي چې په دې کې د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان لاس دی. د دوی په وینا، دا ځکه چې "د شانګلې او بونېر ترمينځ پر پوله څو ځله د دې ډلې وسلوال ليدل شوي دي." خو تحریک طالبان پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې، د ۲۰۲۴ز کال په مې کې د خيبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کې ناڅرګنده وسلوالو د نجونو يو ښوونځی په بمونو الوځولی وو. تر دې مخکې کلونو کې په خيبرپښتونخوا کې وسلوالو په سلګونه تعليمي ادارې نړولې وې.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG