د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډانلډ بلوم له اسحاق ډار سره د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو پر "خوندیتوب" غږېدلی دی


د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د سېپټېمبر پر درېیمه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره ولیدل.
د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د سېپټېمبر پر درېیمه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره ولیدل.

په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډانلډ بلوم د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار سره د ليدنې پر مهال د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د "خونديتوب" په اړه خبرې کړي دي.

پاکستانيو رسنيو په اسلام اباد کې د امريکا د سفارت وياند جانتن لېلي له خوا د لېږدول شوې خبرپاڼې په حواله ليکلي چې بلوم د سېپټېمبر پر درېیمه د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې له ډار سره د ملاقات پر مهال په پاکستان کې "د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د خوندیتوب، اقتصادي همکارۍ، امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې او سیمه ییزو همکاریو" په اړه خبرې وکړې.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، په بیان کې لیکلي چې بلوم او ډارد ليدنې پر مهال د پاکستان او امریکا د دوه اړخیزو اړیکو په بېلابېلو برخو کې "د همکارۍ د پراختیا" پر لارو چارو او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

امریکايي سفیر او د پاکستان د بهرنیو چارو پر داسې مهال له یو بل سره لیدلي دي چې د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د اګست پر ۲۷مه په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو له یو پلاوي سره په ملاقات کې ویلي ول چې "ډېر ژر به د بې اسناده افغانانو" د ستنولو دویمه لړۍ پیل کړي.

په همدې حال کې سیند اسمبلۍ د بې اسناده کډوالو د ایستلو لپاره یو تحریک منظور کړی دی. د پیپلز ګوند سیاستوال سعید غني د سېپټېمبر پر درېیمه د اسمبلۍ غونډې ته وویل چې تر ټولو زیات بې اسناده بهرنیان د صوبې په مرکز کراچۍ کې مېشت دي.

نوموړي بې له ثبوت وړاندې کولو دعوه وکړه چې په هېواد کې د "ترهګرۍ د پېښو د زیاتوالي اصلي لامل ناقانونه مهاجرت" دی او دا یوازې د سیند نه بلکې د ټول پاکستان "مسله" ده.

البته په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر عباس خان د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې له مشال راډیو سره په مرکه کې دا دعوې ناسمې بللې وې چې ګواکې افغان کډوال په جرمونو یا ناامنۍ کې ککړ دي.

سیند اسمبلۍ ته هغه تحریک د پیپلز ګوند سیاستوال او د کورنیو چارو صوبايي وزیر ضیا الحسن نجار وړاندې کړ چې د اسمبلۍ غړو تر بحث وروسته په ګډه منظور کړ. په وړاندیز کې ویل شوي دي چې په سیند کې "ناقانونه مېشت کډوال" دې خپلو هېوادونو ته ولېږدول شي، خو د هېوادونو نومونه نه دي یاد شوي. البته په سیند کې ډېری بهرنیان افغانان، بنګالیان او روهېنجا (روهنګیه) کډوال دي.

اخوا په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت قونسل جنرل سید عبدالجبار د سېپټېمبر پر درېیمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د ستنولو په بهیر کې دې افغانان د تېر ځل په څېر نه ځورول کېږي او د هغوی جایدادونه او کاروبارونه دي خوندي کړي.

د پاکستان پخواني نګران حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې بې اسناده بهرنیانو ته، چې زیاتره یې افغانان دي، د میاشتې تر پایه په خپله خوښه د هېواد پرېښودو ویلي ول او بیا یې د نومبر له لومړۍ څخه په زور د افغانانو د ایستلو بهیر پیل کړ چې لا هم دوام لري.

د پاکستان د سرکاري راډیو په وینا، د ۲۰۲۴ز کال د اګست تر پیله ۶۷۵،۱۹۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د بشري حقونو نړیوالو او سیمه ایزو ادارو، سیاسي ګوندونو او فعالانو د کډوالو په زور د ایستلو پرېکړه غندلې وه.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د روان کال په جون کې په خپل کلني رپورټ کې وویل، په سیند صوبه کې د افغان کډوالو له بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوې دي. کمېشن ویلي چې د بې اسناد بهرنیانو د ایستلو په اړه د پخواني لنډمهالي وفاقي حکومت تر پرېکړې وروسته په سیند صوبه کې اسناد لرونکي افغانان هم ګرفتار او له هېواده وایستل شول.

ملګرو ملتونو هم له پاکستانه په ډله ییزه توګه د بې اسنادو افغان کډوالو پر اېستلو نیوکې کړي او په دې اړه یې اندېښنه ښوولې وه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د ارقامو له مخې، په پاکستان کې ۳۱ لکه افغان کډوال مېشت دي چې ورڅخه یې شاوخوا ۱۴ لکه افغانان د مهاجرت کارډونه (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لري او ۱۳ لکه نور افغانان ثبت نه دي.

د پاکستان حکومت وايي چې په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان سېټېزن یا تابعیت په نوم کارډونه لري چې د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) ورته د سرحدي او قبایلي چارو وزارت په وینا ورکړي دي.

په جولای کې د پاکستان حکومت په هغه هېواد کې د پي او ار کارډ لرونکو کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۲۵ز کال د جون تر ۳۰مې وغځوله.

XS
SM
MD
LG