د لاسرسي ځای

تازه خبر

له لندن وروسته په ناروې کې هم د افغانستان سفارت تړل کېږي


د ناروې په اوسلو ښار کې د افغانستان سفارت ودانۍ ـ انځور له ارشيفه
د ناروې په اوسلو ښار کې د افغانستان سفارت ودانۍ ـ انځور له ارشيفه

په ناروې کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د سېپټېمبر پر ۱۲مه به خپل فعالیت ودروي.

سفارت د سېپټېمبر پر نهمه ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، د ناروې حکومت د طالبانو د حکومت هغه پرېکړه چې په اروپا، کاناډا او اسټرالیا کې یې د سفارتونو او قونسلګریو خدمات "بې اعتباره" ګڼلي، یوه "حقوقي لانجه" بللې او ویلي یې دي چې "د اجرا وړ" ده.

سفارت زياتوي، دې ته په کتو اړ دی چې سفارت وتړي او ودانۍ یې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاري.

د ناروې په سرښار اوسلو کې د سفارت ودانۍ د افغانستان ملکیت ده.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د سېپټېمبر پر اتمه په لندن کې د افغانستان د تېر جمهوري حکومت ټاکل شوي سفير زلمي رسول پر خپله اېکس پاڼه ليکلي ول چې د کوربه هېواد د رسمي غوښتنې پر بنسټ يې د سفارت تړلو پرېکړه کړې ده. "ټاکل شوې چې په لندن کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د کوربه هیواد په رسمي غوښتنه د ۲۰۲۴م کال د سپټمبر پر ۲۷مه نېټه په رسمي توګه وتړي او خپل فعالیت ودروي."

په لندن او اوسلو کې د افغانستان د سفارتونو تړلو اقدام تر هغه وروسته شوی چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو د روان کال د جولای پر ۳۰مه اعلان وکړ چې په ځينو هېوادونو کې د افغانستان د ۱۴ سفارتونو او قونسلګريو له خوا ورکړل شوي اسناد نور "اعتبار" نه لري.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې وه چې دغه سفارتونه او قونسلګرۍ په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره "همغږي" نه لري او په کارونو کې یې "شفافیت" نه شته.

په هغه اعلاميه کې پر لندن سربېره، برسلز، برلین، بون، سویټزرلينډ، اسټريا، فرانسه، ايټالیه، یونان، پولينډ، سويډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا ياد شوي ول چې په وينا يې د سیاسي استازوليو له لوري قونسلي خدمات یا صادر شوي اسناد يې د منلو نه دي.

د طالبانو حکومت په جولای کې په عين حال کې ويلي ول چې په اروپا کې د افغانستان يو شمېر سیاسي استازولۍ له دوی سره همغږي لري او اروپا مېشتې افغانان او بهرنیان کولی شي چې له هغو استازولیو خدمات ترلاسه کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل هغه وخت رسنيو ته ويلي وو چې یوازې په څو محدودو استازولیو لکه چک جمهوریت، بلغاریا، هالينډ، اسپانیه او د جرمني په مونشن کې خدمات په "عادي ډول" روان دي او له وزارت سره په "همغږۍ" چارې مخ ته وړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمي توګه نه دی پېژندلی البته په ځينو هېوادونو کې يې استازو ته د افغانستان سفارتونه سپارل شوي دي.

XS
SM
MD
LG