د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور او مردان بورډونو د ۱۱م او ۱۲م ټولګیو نتیجې اعلان کړې


پېښور کې نجونې سکولونو ته روانې دي: انځور له ارشیفه
پېښور کې نجونې سکولونو ته روانې دي: انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د پېښور او مردان د ثانوي او اعلا ثانوي تعلیمي چارو بورډونو د يوولسم او دولسم صنفونو نتیجې د سېپټېمبر په ۱۱مه اعلان کړې.

د نتایجو له مخې په دواړو بورډونو کې تر هلکانو نجونو ښې نمبرې اخیستې دي. تر دې وړاندې د سوات بورډ نتایج هم اعلان شوي ول چې هلته هم په لومړیو درې پوزیشنونو کې دوه یې د نجونو په برخه رسیدلي ول.

د پېښور بورډ د نتیجو له مخې لومړی، دویم او درېیم پوزیشن جینکو ګټلی دی. خانسه بي بي په لومړي، یمنا طیب په دویم او ایمان خالد په درېیم نمبر راغلې ده.

د پېښور بورډ د نتایجو له مخې په ۱۲م ټولګي کې ټول ۶۱,۲۱۷ زده کوونکیو امتحان ورکړی وو چې له منځه یې ۹۲ فیصده کامیاب شوي دي. په ۱۱م ټولګي کې له څه د پاسه ۶۲ زرو زده کوونکیو نه څه د پاسه ۵۰ زره یې کامیاب شوي دي.

هلته په مردان بورډ کې رمشا حجاب په لومړي او فایزه بي بي په درېیم نمبر راغلې خو دویم پوزیشن بیا د جبران خان دی. د هغه بورډ د نتیجې له مخې ۹۳ سلنه زده کوونکي کامیاب شوي دي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG