په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ۱۰ نیول شوو مخکښانو ضمانتونه منظور کړي دي.
د سېپټېمبر پر ۱۶مه په عدالت کې د تحریک انصاف د غړو په خلاف په سنګجاني تاڼه کې د درج شوو مقدمو اورېدنه وشوه. چې وروسته عدالت د ۳۰ زرو روپو د ضمانتي مچلکو جمع کولو وروسته د تحریک انصاف د نیول شوو مخکښانو په سمدستي توګه د خوشي کولو امر وکړ.
تحریک انصاف ګوند د خپل بنسټګر عمران خان د خوشي کولو لپاره د سېپټېمبر پر اتمه د اسلام اباد سره نږدې په سنګجاني کې جلسه کړې وه چې د دې وروسته د سیمې پولیسو ویلي ول د ګوند پلویانو د جلسې لپاره د انتظامیې لخوا ټاکل شوو اصولونو خلاف ورزي کړې وه.
ترجلسې یوه ورځ وروسته پولیسو د تحریک انصاف مشر بیرسټر ګوهر علي خان، د پارلېمان غړی شیرافضل خان مروت او د ګوند نور مخکښان نیولي ول.