د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې جنوبي افریقا ته د درې یو ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې هم ماته ورکړه.
د متحده عرب اماراتو په شارجه کې روانې دې سیالیو کې د سېپټمبر پر ۲۰مه شوې دویمه لوبه کې افغانستان جنوبي اقریقا ته په ۱۷۷ منډو ماته ورکړه.
د افغانستان لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې بېټنګ وکړ. افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سر یې ۳۱۱ منډې وکړې. په دې کې د رحمان الله ګربز ۱۰۵، د عظمت الله عمرزي ۸۶ او د رحمت شاه ۵۰ منډې شاملې وې.
په ځواب کې د جنوبي افریقا ټول لوبغاړي په ۳۵م اوو کې د ۱۴۳ منډو له جوړولو وروسته اوټ شول. د افغانستان له خوا راشد خان ۵، ننګیال خروټي ۴ او عظمت الله عمرزي یوه وکټه واخیسته.
راشد خان د لوبې غوره لوبغاړي وو. نوموړي په ۹ اورونو کې یوازې ۱۹ منډې ورکړې وې او پنځه لوبغاړي یې اوټ کړي وو.
د دې دویمې لوبې له ګټلې سره افغانستان د درې یو ورځنیو لوبو اتلولي وار له مخه ګټلې ده هغه ځکه چې د سېپټمبر پر ۱۸مه تر سره شوې لومړۍ لوبه هم افغانستان په ۶ وکټونو کټلې وه.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان له جنوبي افریقا سره دوه اړخیزې لوبې کوي او په هم دې لړ کې یې په لومړي ځل یاد هیواد ته په ۵۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دا وخت له هند پرته نور د نړۍ ټولو لویو هیوادونو ته د کرکټ په لوبو کې ماتې ورکړې دي. د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ دریمه او وروستۍ لوبه د سېپټمبر پر ۲۲مه ترسره کېږي.