د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوز کونړ کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۸ کسان وژل شوي دي


د کونړ سیند پخوانی انځور.
د کونړ سیند پخوانی انځور.

د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله اته کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي، په کښتۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه سپاره ول چې د سېپټېمبر پر ۳۰مه د سیند د تیزو څپو له کبله په اوبو کې ډوبه شوه.

د طالبانو د کوز کونړ ولسوال مولوي روح الله حقمل وایي، په وژل شویو کې یوه مېرمن او څو ماشومان هم شامل دي. نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې له سیند څخه نهه تنه ژوندي او د یوې مېرمنې په ګډون د څلورو تنو مړي ایستل شوي دي او د یوې ماشومې په ګډون څلور کسان لا ورک دي.

په کوزکونړ ولسوالۍ کې تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې په دې ولسوالۍ کې په دې وروستیو کې سیلابونو هم خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي.

په افغانستان کې او خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې د پلونو د نشتوالي له وجې خلک په کښتیو کې تګ راتګ کوي چې ځینې وخت د کښتیو د اوښتو له وجې خلکو ته زیانونه اوړي. سږ کال د جون په لومړۍ نېټه د ننګرهار مومند درې ولسوالۍ په باسل کې کښتۍ د چپه کېدو له وجې په سیند کې ۲۰ کسان ډوب شوي ول.

د ۲۰۲۳ په جنورۍ کې په کواټ کې د یوې دیني مدرسې۵۳ زده کوونکي په تانده ډیم یا بند کې د کښتۍ تر چپه کېدو وروسته په اوبو کې ډوب شوي او مړه شوي ول. هغوی د ډیم سیل ته تللي ول چې د پېښې ښکار شول.

XS
SM
MD
LG