د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت پر تورخم د مال وړونکو ګاډو ډرېورانو لپاره د ځانګړو اسنادو لرل لازمي کړي دي


له تورخم سره نېږدې مال وړونکي ګاډي په قطار کې ولاړ دي - پخوانی انځور.
له تورخم سره نېږدې مال وړونکي ګاډي په قطار کې ولاړ دي - پخوانی انځور.

چارواکي وايي چې حکومت د تورخم پر لاره د مال وړونکو ګاډو پاکستانیو او افغان ډرېورانو لپاره د دخولي لنډمهاله یا عارضي اسنادو (ټېمپرېري ایډمېشن ډاکومېنټ یا ټي اې ډي) لرل لازمي کړي دي.

په تورخم کې د ګمرک یا کسټمز ادارې یو چارواکي عدنان خان مشال راډیو ته وویل چې د هغو اسنادو لرل د اګست له لومړۍ څخه عملي شوي دي او چې کوم ډرېوران یې لري، هغوی په ازادۍ تګ راتګ کولای شي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت، د عوایدو ادارې (فېډرل بورډ اف رېوېنیو یا اېف بي ار) او په پېښور کې د ګمرکي چارو ادارې هم د جولای پر ۳۰مه د هغو اسنادو په اړه اعلامیې خپرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد تر دې مخکې ویلي ول چې د ۲۰۲۴ز کال د اپرېل له لومړۍ څخه یوازې په پاسپورټ او ویزې افغان ډرېورانو ته د سفر اجازه ورکوي او په دې لړ کې یې هغوی ته د مارچ تر ۳۱مې مهلت ورکړی وو. خو د ډرېورانو او سوداګرو په غوښتنه یې هغه اقدام وځنډاوه.

هغه مهال د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې له حکومته غوښتي ول چې ډرېورانو ته دې په ځانګړې اجازتنامې (پرمټ) د مالونو لېږد اجازه ورکړي.

د پاکستان له تازه اقدام سره د اګست پر لومړۍ نېټه د تورخم وره دواړو خواوو ته سلګونه مال لېږدوونکي ګاډي درېدلي دي او دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه شوې ده.

چارواکي وايي چې د ډرېورانو لپاره د دخولۍ اسناد په کابل کې د پاکستان سفارت او په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې سفارت او په پاکستان کې د افغانستان قونسلګرۍ تیاروي.

چارواکي وايي چې ډرېوران په هغو اسنادو تر شپږو میاشتو پورې تګ راتګ کولای شي او بیا به یې تمدیدوي.

د طالبانو حکومت لا د هغو اسنادو د عملي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د خیبر درې پر لاره د مال وړونکو ګاډو ډرېورانو مشال راډیو ته وویل چې د اسلام اباد دې پرېکړې له "سخت کړاو" سره مخامخ کړي دي.

هغوی د اګست پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې د اسنادو ترلاسه کولو لپاره یې په کابل کې د پاکستان سفارت او په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ ته غوښتنلیکونه ورکړي دي خو ځینو تر اوسه نه دي ترلاسه کړي.

ډرېورانو وویل چې په سخته ګرمۍ کې پر سړک درېدلي دي، هلته د خوړو او اوبو مناسب انتظام هم نه شته او په ګاډو کې یې مالونه خرابېږي.

په تورخم کې یو سوداګر مجیب شینواري مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت دې د هغو ځانګړو اسنادو ترلاسه کولو کولو لپاره ډرېورانو ته نور وخت ورکړي.

خو د پاکستان د ګمرګ ادارې چارواکي وايي چې افغان او پاکستانیو ډرېورانو ته یې څو ځلې مهلت ورکړ خو هغوی پر وخت هغه اسناد ترلاسه نه کړل.

چارواکي دا هم وايي چې د تورخم ور د پاسپورټ او ویزې لرونکو کسانو د تګ راتګ لپاره پرانیستې ده او داراز، بیړنیو روغتیايي خدماتو ته اړتیا لرونکو ناروغانو ته هم په تورخم کې ویزې ورکوي.

پر تورخم او نورو لارو به خلکو پخوا بې له ویزې او پاسپورټه تګ راتګ او تجارت کاوه خو د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې "د پولو د انتظام تګلاره" عملي کړه چې ورسره سم د خلکو تګ راتګ په پاسپورټ او ویزې شو، خو له ټرانزېټ تجارت سره تړلو سوداګرو او ډرېورانو به له سفري اسنادو پرته، په شناختي کارډ او تذکرو سفر کاوه.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

XS
SM
MD
LG