د سوات پولیس ادعا کوي چې د اکتوبر پر څلورمه یې په عملیاتو کې هغه وسلوال وژلی چې د بهرنیو سفیرانو په قافله په برید کې یې لاس درلود.
د مالاکنډ ډویژن د پولیسو مشر ډي ای جي عرفان الله د اکتوبر پر پینځمه د وټس اپ پیغام له لارې رسنیو ته وویل چې تېره شپه د مالم جبې په میاشېخ بابا کې د ترهګرۍ ضد ځانګړو ځواکونو او وسلوالو تر منځ نښته وشوه، چې پکې یو وسلوال ووژل شو چې د پولیسو له لوري په ګڼو مقدمو کې مطلوب وو. پولیس وایي چې یو بل وسله وال یې ژوندی نیولی دی.
د سیمې یوه پولیس چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وژل شوی وسلوال په سوات کې د بهرنیو سفیرانو په قافله بمي چاودنه کې لاس درلود.
د خیبر پښتونخوا په سوات کې د سېپټېمبر ۲۲مه د پولیسو یو ګاډی د چاودنې ښکار شو، په دې پېښه کې یو سرتېری وژل شوی او درې نور ژوبل شوي وو.
ضلعي پولیسو مشال راډیو ته ویلي وو چې پېښه هغه مهال وشوه، کله چې د ۱۲ هېوادونو سفیران د سوات د سوداګرۍ خونې تر غونډې وروسته چکر لپاره مالم جبې ته روان ول.
په دې ډله کې د روسیې، ایران، قازقستان، ترکمنستان، تاجکستان، اېتوپیا (حبشه)، انډونیشیا، پرتګال، بوسنیا هرزګوینا، زېمبابوې، وېتنام، او روانډا سفیران شامل وو.