د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري او پوتین د دوه اړخیزه اړیکو رپر پياوړي کولو ټینګار کړی


په ترکمنستان کې په مرکز عشق اباد کې د نړیوال فورم غونډه د اکتوبر پر ۱۱مه پیل شوې ده.
په ترکمنستان کې په مرکز عشق اباد کې د نړیوال فورم غونډه د اکتوبر پر ۱۱مه پیل شوې ده.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره کتلي دي.

په اسلام اباد کې د ولسمشر دفتر د رسنیو څانګې د اکتوبر په ۱۱ په بیان کې ویلي دي چې زرداري د ترکمنستان د سفر پر مهال د نړیوال فورم په څنډه کې له پوتین سره غیر رسمي ملاقات کړی دی.

په بیان کې راغلي دي چې دواړو مشرانو د اسلام اباد او مسکو ترمینځ د اړیکو په مضبوطولو ټینګار وکړ.

تر دې مخکې په عشق اباد کې نړیوال فورم ته په خپله وینا کې د پاکستان ولسمشر وویل چې د ترکمنستان او پاکستان ترمینځ اړیکې په دوه اړخیزه احترام، ګډې عقیدې او د یو بهترین او سوله ییز راتلونکي پر سوچ ولاړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان له روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو سره اړیکې نږدې شوي دي. دغه راز د اکتوبر په لومړۍ نېټه د روسیې او پاکستان کمپنیو هغه تجارتي لوظنامې لاسلیک کړي چې له مخې به یې د دوی ترمینځ د جنس په بدل کې په جنس سوداګري کېږي.

XS
SM
MD
LG