د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله: افغانستان کې د ښځو حقونو لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده


د سولې نوبل جایزه ګټونکی ملاله یوسفزۍ ـ پخوانی انځور.
د سولې نوبل جایزه ګټونکی ملاله یوسفزۍ ـ پخوانی انځور.

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي چې نړیوال باید د افغان ښځو د حقونو لپاره د هغوی ترڅنګ ودرېږي.

یوسفزۍ د نومبر پر نهمه د بریتانوي ټيلي ويژن له سکای نیوز چینل سره په مرکه کې وویل چې دې له نړیوالو قوانینو سره سم په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سیستماتیک خونديتوب لپاره هڅې پیل کړې دي. هغې په مرکه کې د نوي مستند فلم (Bread and Roses) بحث وکړ او په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو په اړه یې اندېښنې هم څرګندې کړې.

ملاله وايي، داسې رهبرانو ته اړتیا ده چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره هڅې وکړي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا څووم ځل دی چې ملاله د افغان ښځو په ملاتړ غږ پورته کوي. د طالبانو حکومت د ملالې د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې پر ښځو د محدودیتونو کړۍ تنګه کړې او په دې ترڅ کې یې د نجونو پر ثانوي او لوړو زده کړو بندیزونه اعلان کړي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په هغه نوي قانون کې چې سږ کال د اګست میاشت کې نافذ شو، په ټولنه کې د ښځو د چلند پر څرنګوالي هم پراخ محدودیتونه وضع شوي دي.

XS
SM
MD
LG