د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بنګله دېش ته د درې یو ورځنیو سیالیو په اخري لوبه کې ماتې ورکړه او دا لوبلړۍ یې وګټله.
د لوبلړۍ وروستئ سیالي د نومبر په ۱۱مه نېټه د متحده عرب اماراتو د شارجې په لوبغالي کې وشوه چې لومړی بیټينګ پکې بنګله دېش وکړ. بنګله دېش د ۸ لوبغاړو په اوټ کېدو، په پنځوس اوورونو کې ۲۴۴ منډې وکړې. د دې لوبډلې په ګټه محمدالله ۹۸ او مهدی حسن معراج ۶۶ منډې وکړې.
په افغان بالرانو کې عظمت الله عمرزي د بنګله دېش ۴ لوبغاړي اوټ کړل. راشدخان او محمدنبي یوه یوه وېکټ واخیسته.
افغانستان ورکړل شوی هدف د لوبې په ۴۸.۲ اورونو کې د ۵ وېکټو په زیان پوره کړ. په دې سیالۍ کې رحمن الله ګربز سلیزه ووهله او ۱۰۱ منډې یې وکړې. دا په یو ورځنیو یا پنځوس اووره کرکټ سیالیو کې د نوموړي اتمه سلیزه وه.
عظمت الله عمرزي د ښه بالينګ تر څنګ په بیټينګ کې ۷۰ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. محمدنبي ۳۴ منډې وکړې. په دې سره هغه په دې دريوو سیاليوو کې ۱۳۵ منډې وکړې او دوه ويکټې یې واخیستې. نوموړی له همدې امله د لوبلړۍ غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.
تر دې مخکې د دې سیاليوو يوه لوبه افغانستان او بله بنګله دېش ګټلې وه.