د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان مشر قاضي د سیند په زندانونو کې د اصلاحاتو لپاره کمېټي جوړه کړې


د پاکستان مشر قاضي یحیا اپرېدي په کراچۍ کې د سیند په زندانونو کې د اصلاحاتو په اړه د جوړې شوې غونډې مشري کوي.
د پاکستان مشر قاضي یحیا اپرېدي په کراچۍ کې د سیند په زندانونو کې د اصلاحاتو په اړه د جوړې شوې غونډې مشري کوي.

د پاکستان سپريم کورټ يا ستر عدالت چيف جسټس يا مشر قاضي یحیا اپرېدي د هغه هېواد د سیند صوبې په زندانونو کې د اصلاحاتو لپاره کمېټي جوړه کړې ده.

سپریم کورټ د ډېسېمبر پر ۱۲مه د هغه عدالت د کراچۍ په څانګه کې د نوموړي په مشرۍ تر غونډې وروسته په بیان کې وویل چې کمېټي به د زندانونو په نظام کې د اصلاحاتو په اړه خپلې سپارښتنې وړاندې کوي.

قاضي اپرېدي دا اقدام تر هغې وروسته کړی دی چې د سیند د زندانونو د پولیسو مشر حسن سېتو سپریم کورټ ته په وړاندې کړي رپورټ کې وویل چې د هغې صوبې په بندیخانو کې د قیدیانو شمېر تر بېساري کچ لوړ شوی دی.

د کراچۍ مرکزي زندان
د کراچۍ مرکزي زندان

په رپورټ کې راغلي دي چې د سیند په ۲۶ زندانونو کې د ۱۳،۰۰۰ قیدیانو د ساتلو ګنجایش دی خو پکې شاوخوا ۲۶،۰۰۰ بندیان پراته دي.

رپورټ وايي چې د دې لامل دا دی چې عدالتونه د قضیو په فیصله کولو کې خورا زیات وخت اخلي. خو د سپریم کورټ په بیان کې راغلي دي چې مشر قاضي یحیا اپرېدي په غونډه کې له بندیانو سره د بشري خواخوږۍ او قانون پر اساس د چلند پر ارزښت ټینګار وکړ او عدالتونو ته یې لارښوونه وکړه چې هغو مقدمو ته دې لومړیتوب ورکړي چې له درو کلونو څخه له زیاتې مودې راهیسې نه دي فیصله شوې.

د پېښور په زندان کې د لوبو مېله وشوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:14 0:00

بیان وايي چې د اصلاحاتي کمېټۍ سپارښتنې به د نورو صوبو او پر ملي کچ د زندانونو د اصلاحاتو او تګلارې جوړولو لپاره مهمې زبات شي.

قاضي اپرېدي زیاته کړه چې پر وخت د قضیو د فیصله کولو لپاره د تګلارې جوړېدل اړین دي.

د سپریم کورټ په ګډون د پاکستان په عدالتونو کې په لکونو مقدمې پرتې دي چې له کلونو راهیسې نه دي فیصله شوې. قانونپوهان وايي چې د مقدمو د ځنډ یو مهم لامل دا دی چې پولیس عدالتونو ته پر وخت چالانونه او شواهد نه وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG