د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې د یو سوداګر تښتول کېدو پرضد احتجاج شوی دی


د خیبر پښتونخوا په بنو کې سوداګرو له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده.
د خیبر پښتونخوا په بنو کې سوداګرو له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې سوداګرو د یوه تاجر د تښتونې پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه او له حکومته یې د امنیت غوښتنه وکړه.

د ډېسمبر پر ۱۴مه هغه مظاهره وروسته له هغې وشوه چې له دې یوه ورځ مخکې په سیمه کې یو تاجر نامعلومو وسلوالو وتښتوه او بیا یې د قلنګ تر ورکولو وروسته خوشې کړ.

سوداګر وايي چې هره ورځ د نامعلومو کسانو لخوا تښتول کېږي، له هغوی باج اخیستل کېږي، خو پولیس ورته امنیت نه ورکوي. د بنو د سوداګرو اتحادیې یو مشر غلام قیباز خان مشال راډیو ته وویل چې په رڼا ورځ سوداګر تښتول کېږي، پیسې ترې اخیستل کېږي، خو حکومت یې هیڅ مخه نه نیسي.

څو اوونۍ وړاندې هم په بنو کې نامعلومو وسلوالو یو بل تاجر تښتولی و، چې وروسته د سوداګرو د احتجاج په پایله کې خوشې شو. د بنو د پولیسو مشر ضیاالدین احمد مشال راډیو ته وویل چې د هغه تاجر د تښتونکو په اړه پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بنو په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې په دې وروستیو کې د ناامنیو پېښې او د هغه په غبرګون کې د امنیتي ځواکونو کارروايۍ زیاتې شوې دي.

د بنو انتظامي چارواکو په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د سیمې امنیت ته ژمن دي او په جانیخېلو کې پرمختیايي پروژې هم پلي کوي.

XS
SM
MD
LG