د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د درو تورنو انساني قاچاقبرانو او د خپلو دوو افسرانو، چې د دوی په وینا خپله دنده یې په سمه توګه سر ته نه وه رسولې، د ګرفتارۍ خبر ورکړی دی.
د پاکستان ګڼو رسنيو د ډېسېمبر پر ۱۹مه د چارواکو له خولې لیکلي دي چې دا کاروايي يې په یونان کې د یوې کښتې د ډوبېدو تر پېښې وروسته د پنجاب په فيصل اباد ښار کې کړې ده.
دا تر هغې وروسته ده چې د يوناني ساحل ساتونکو په وینا، د ډېسېمبر پر ۱۴مه لږ تر لږه پينځه کسان وروسته تر هغه مړه وموندل شول او لسګونه نور ورک شول چې د دوی د لرګیو کښتۍ د یونان په جنوبي ټاپو ګافدوس کې ډوبه شوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۵مه په یو بیان کې ویلي وو چې د کښتۍ تر ډوبېدو وروسته یونانیو ساحلي ساتونکو ۴۷ پاکستانیان ژغورلي او د پينځو مړي يې راايستلي دي.
د يونان ساحلي ساتونکو د ډوبې شوې کښتۍ په پېښه کې د ورکو شويو کسانو د لټون لپاره د ژغورنې عمليات د ډېسېمبر پر ۱۸مه پای ته ورسول او ويې ويل چې پاتې ورک کسان مړه ګرځول شوي دي.
په کښتۍ کې د ټولو کسانو د کره شمېرې په اړه تراوسه کوم تصديق نه دی شوی خو ژوندي پاتې شويو کسانو ويلي دي چې د هغې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې له ۳۵ څخه تر ۴۰ پورې کسان مړه شوي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لا د هغو کسانو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د کښتۍ د ډوبېدو تر پېښې وروسته د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ویلي وو چې "معصوم خلک د انساني قاچاق لپاره تېرایستل یوه ناوړه کړنه ده او په دې کې ښکېل کسان به له سزا سره مخ کېږي."
نوموړي زياته کړې وه چې د دې کار مخه نیول ځکه اړین دي چې دا په نړۍ کې د پاکستان حیثیت ته زيان رسوي. هغه ویلي وو، دا پېښې ځکه تکرارېږي چې د ښکېلو کسانو پر ضد کوټلي اقدامات نه کېږي.
د منځني ختیځ، افریقا او اسیا زياتره کډوال او پناه غوښتونکي اروپا ته د ننوتلو لپاره د اوبو له لارې يونان ته اوړي، خو هلته ځينې وخت د کښتيو ډوبېدو په پېښو کې يوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوړي.
له پاکستانه هر کال ګڼ وګړي د بې کارۍ، اقتصادي او امنیتي ستونزو او ښه ژوند په تکل په ناقانونه لارو اروپايي هېوادونو ته ځي. هغوی د انساني قاچاقبرانو په مرسته له خطرناکو لارو تېرېږي چې وخت په وخت پر ځمکنیو او سمندري لارو د مرګونو پېښو ښکار کېږي.
د ۲۰۲۳ز کال په جون کې په يونان کې د کډوالو يوه کښتۍ ډوبه شوې وه چې شاوخوا ۷۵۰ کسان پکې سپاره ول. په هغه پېښه کې شاوخوا ۳۰۰ کسان ووژل شول چې ګڼ پاکستانيان هم پکې شامل ول.