د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بر جنوبي وزیرستان خلک وايي "پوځ د امنيتي خطر په پلمه قيمتي ځنګل وهي"


د جنوبي وزیرستان ځنګل - انځور له ارشیفه
د جنوبي وزیرستان ځنګل - انځور له ارشیفه

د جنوبي وزیرستان د بر ضلعې د مسید قام له ځايي پوځي مشرانو سره په جرګه کې غوښتنه کړې چې د دوی د ځنګلونو له وهلو لاس واخلي.

دوی وویل، پوځ د سړکونو دواړو غاړو ته ولاړ قېمتي ځنګل په دې پلمه وهي چې ګواکې دوی ته د امنیت له پلوه خطر دی. یو ځايي قبایلي مشر ملک سعید انور د جنورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې وړمه ورځ یې له پوځي چارواکو سره په دې اړه غونډه کړې او هغوی ته یې خپلې غوښتنې وړاندې کړې دي. د هغه په وينا پوځي مشرانو ورته ډاډ ورکړی چې په دې اړه به له خپلو سرتېرو پوښتنه کوي او په راتلونکي کې به په خپل سر ځنګلونه نه وهي.

بلخوا د درې مسیدو جرګې مشر مولانا صالح شاه مشال راډیو ته وویل چې په دې جرګه کې یې پوځ ته وویل چې د دې ځنګلونو مالکان مسید قامونه دي او نور هیڅوک یې د وهلو واک نه لري. تر اوسه ځايي‌انتظامیې او پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.

البته تر دې مخکې، د پاکستان پوځ د جنوبي وزيرستان په شمول د قبايلي سیمو په ځينو برخو کې د هدفي‌پوځي عملياتو خبره کړې وه. پوځ د ۲۰۲۴ کال د دیسمبر په میاشت کې دعوه کړې وه چې په ټول ملک کې یې نیږدې شپېته زره پوځي عمليات کړي دي. د هغو عملياتو ډېره برخه په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې وه.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG