د پاکستان حکومت د جنورۍ له ۱۶مې څخه تر راتلونکو دوو اونیو پورې د پېټرولو او ډيزلو بیې لوړې کړې دي.
د مالیې وزارت د جنورۍ پر ۱۵مه پر اېکس پاڼه (پخوانی ټوېټر) په اعلامیه کې ویلي چې په نړیوال بازار کې د تېلو بیو ته په کتو د یو لیټر پېټرولو نرخ څه کم درې نيمې روپۍ زیاتوي چې ورسره یې نوې بيه ۲۵۶.۱۳روپۍ ته رسېدلې ده.
وزارت دا راز ویلي چې د یو لیټر ډيزلو بیه څه باندې دوه نيمې روپۍ لوړوي چې ورسره یې نرخ ۲۶۰.۹۵ ته لوړ شوی دی.
تر دې وړاندې، د پاکستان حکومت د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ډیزلو بيه د ليټر پر سر څه کم درې روپۍ او د پېټرولو هغه يې څه باندې نيمه روپۍ زياته کړې وه.
پاکستان په ۲۰۱۹ز کال کې د لوی اقتصادي او مالي بحران له ښکار کېدو راهیسې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور یو لړ موافقې کړې دي او د هغې مالي ادارې د شرطونو پوره کولو لپاره یې پر انرژۍ د حکومتي رعایتونو ختمولو ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې د تېلو، ګیس او برېښنا بیې لوړې شوې دي.