د کورمې سنیانو په سده ښار کې د لارو د بندیدو ضد او د امنیتي ادارو له خوا د خلکو د نویولو ضد احتجاج کړی دی.
د فیبرورۍ په اوومه لسګونه احتجاج کوونکي د مرکزي چوک ته راغونډ شول او د سیمې د تګ راتګ لارې یې تر دوو ساعتونو پورې بندې ساتلې وې.
په احتجاج کې شامل، ځايي مشر مولانا روح الله وویل چې دوی احتجاج ځکه کړی، چې حکومت د ژړینې او توره وړي پر لارو د تګ راتګ بندیز لګولی او دوی مجبور کړي، چې د علیزو لار وکاروي، چې دوی دا د زور او زبردستۍ اقدام بولي او هېڅکله یې منلو ته تیار نه دي.
په کورمه کې، د مسافرو پر ضد د بریدونو او جګړو له امله، سنیان او شیعه ګان یو بل سیمو ته نه ورځي او د امنیتي اندېښنو له امله د مخالف اړخ د سیمو له لارو تګ راتګ نه کوي.
د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.
حکومت د کواټ په سیمه کې دواړه خواوې سره کښېنولې، او د جنورۍ پر لومړۍ نېټه یې د سولې یوه معاهده وکړه، چې پکې د تګ راتګ د لارو خلاصېدو خبره شامله وه.
د احتجاج یو بل ګډونوال، د بګن سیمې مشر افضل خان وايي، دوی دا غوښتنه هم لري، چې حکومت زیانمنو شویو خلکو ته تاوان ورکړي.
د احتجاج کوونکو بله غوښتنه دا ده، چې پولیسو د سیمې خلکو پر کورونو چاپې وهلې او بې ګناه کسان یې نیولي دي، هغوی دې خوشې شي.
د تیندو سیمې یو دیني عالم، مولانا عصمت الله وايي، چې خلک د بې ګناه کسانو پر نیولو خفه دي او غواړي، چې دا لړۍ بنده شي.
بلخوا، د کوزه کورمې د پولیسو یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، مشال راډیو ته وویل، چې هیڅ بې ګناه کس یې نه دی نیولی، او نه یې د چا په کور ناسم عملیات کړي. خو زیاتوي، چې ځینې کسان له دې امله خفه دي، چې څو ورځې وړاندې د شیعه ګانو درې کورونو ته د اور اچولو په قضیه کې پر ۲۳ کسانو قانوني مقدمه (ایف آی آر) درج شوې ده.
چارواکي وايي، د یوې مقدمې ثبتول د متضرر لوري قانوني حق دی، او پولیس مکلف دي، چې د هغې پلټنه وکړي. نوموړي وویل، که څوک ځان بې ګناه ګڼي، نو باید محکمې ته لاړ شي او هلته خپل بې ګناهي ثابته کړي.
د چارواکي په وینا، تر اوسه پورې د ژړینې او توره وړي د لارو د بندیز په اړه د دوی له خوا کوم حکم نه دی صادر شوی، خو که بل چا دا بندیز لګولی وي، دی پرې څه نه شي ویلی.
نوموړی زیاتوي، چې حکومت د کواټ په سیمه کې دواړه فریقین سره کښېنولي او د جنورۍ پر لومړۍ نېټه یې د سولې معاهده کړې، چې پکې د سیمې د لارو خلاصېدل هم شامل دي. نو کېدای شي، د ناامنه لارو پر ځای د مرکزي سړک له لارې د تګ راتګ د خوندي کولو او د باور رامنځته کولو لپاره موقتي بندیز لګېدلی وي.
د چارواکي په وینا، په سیمه کې د جګړو پر مهال د بګن سیمې ته رسېدلی زیان به جبران شي.
د پاکستان امنيتي ځواکونو د جنورۍ پر ۱۹مه په بګن کې عمليات پيل کړل. د چارواکو په وينا، د عملياتو مقصد په سیمه کې د وسلوالو ختمول دي خو د ځايي وتېزیو قبیلې مشرانو عملیات غندلي او دا یې یو اړخیز اقدام بللی دی.
په کورمه کې په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.