د کورمې د وتېزو قام دعوه کوي چې پوځي عملیاتو کې د عام ولس له دیرشو زیات کورونه او دوکانونه ړنګ کړل شوي دي.
د پاکستان امنيتي ځواکونو د مارچ له ۲۱مې راهیسې د کورمې په چارخېلو، اوچت، مندوریو، ډډ کمر او بګن کې پوځي عملیات شروع کړي. ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې امنيتي ځواکونو د ولسي وګړيو ګڼ کورونه په بمونو الوځولي دي.
د مندوريو يو مشر کوثر عالم اورکزي د مارچ پر ۲۳مه مشال راډيو ته چ ې نیږدې ۳۰ کورونه او دکانونه له منځه وړل شوي دي. هغه زیاته کړه چې خپل کورونه یې په دې شرط پرېښي وو چې د عملیاتو پر وخت به نه ړنګول کیږي: "په بګن کې يې شاوخوا ۳۰ کورونه، له ۱۰ زیات دکانونه او يو جومات وران کړي دي. په جومات کې زده کوونکي څو ماشومان ژوبل شوي دي."
په کورمه کې د وتېزو په ځينو سیمو کې پوځي عملیات تر هغې وروسته پيل شوې چې هغلته د فرورۍ پر ۱۷مه، له ټل څخه د پاړه چینار په لور روان د مال لیږدونکو ګاډو قافله تر وسله وال برید لاندې راغله. په هغه برید کې سخت مالي او ځاني توانونه اوښتي وو.
پولیس ويلي وو چې هغه قافله د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې روانه وه او په حمله کې د پینځو سرتېرو په ګډون نهه تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۰ ژوبل شول. وروسته، ځايي چارواکو وويل چې په لومړي سر کې یې محدود عمليات کړي وو خو وروسته یې فیصله کړې وه چې سيمه مکمله له وسلوالو پاکه کړي او د تګ راتګ لارې په بشپړ ډول د ولس او ګاډو د تګ راتګ پرمخ خلاصې کړي. خو هغه لارې تر اوسه پورې په بشپړ ډول نه دي خلاصې شوې.
د بګن خالد الرحمان د مارچ پر ۲۳مه، مشال راډيو ته ويلي چې تر عملياتو پيليدلو مخکې، ورسره ځايي چارواکو وعده کړې وه چې کورونه به نه ړنګېږي نو ځکه یې کورونه پرېښي وو. "له موږ سر هغه لوظ پوره نه شو."
خو ځايي چارواکو د نومونو نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې په سیمه کې د عملیاتو پر وخت هغه کورونه ورانوي چې د وسله والو پټنځايونه دي.
بلخوا د وتېزو يو ځايي مشر حاجي افضل خان اورکزي د مارچ پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې نه پوهېږې ولې يوازې د دوی سیمې په نښه کېږي چې د درېيم ځل لپاره پکې پوځي عمليات وشول. "په کونج عليزو کې د مقبلو قافله په نښه شوې وه او ورسره پر بګن په شوي یرغل دې هم سترګې نه پټوي."
ځايي خلکو تر دې مخکې هم، د عملیاتو مخالفت او د پوځي کاروایانو پر ضد احتجاجونه کړي وو. هغوی دريځ درلود چې په دې عملياتو کې د وسله والو پر ځای ولسي وګړي ځورول کېږي. خو د کواټ (کوهاټ) ډېوېژن انتظامي مشر معتصم بالله شاه ويلي چې عملیات د سیمې د اوسېدونکو پر ضد نه بلکې د وسلوالو پر وړاندې دي او د کورمې د امنیت لپاره اړین دي.