د خیبر پښتونخوا د کورمې د باغ او سرخاوي درې اوسېدونکو له حکومته غوښتي دي چې ځايي خلکو ته دې هغه شناختي کارډونه او موبایل ټېلېفونونه بېرته ورکړي چې امنیتي ځواکونو ورڅخه شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې د لټون عملیاتو پر مهال اخیستي ول.
د سرخاوي درې تواب خان د مارچ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، پوځیان په باغ کې پر امنیتي سرتېرو تر حملې دوه ورځې سیمې ته ورغلل، ځايي خلک یې له کورونو بهر وایستل او ورڅخه یې موبایل ټېلېفونونه او شناختي کارډونه واخیستل.
دی دعوه کوي چې پوځیانو پر ځايي خلکو "تشدد" هم کړی وو او تر ۱۰۰ زیات شناختي کارډونه او موبایل ټېلېفونونه یې له ځان سره وړي دي.
په باغ کې د مارچ پر نهمه په وسلوال برید کې درې سرتېري وژل شوي او څلور ژوبل شوي ول. هغه برید پر داسې مهال شوی وو چې امنیتي ځواکونو په کونډلي بابا او درنې شګې سیمو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات کول.
تر دې وروسته امنیتي چارواکو د عملیاتو ساحه پراخه کړه او تر سرخاوي درې وغځول.
د سرخاوي درې یو بل اوسېدونکي عبدالباسط مشال راډیو ته وویل، د شناختي کارډونو نه شتون له وجې له خپلې سیمې بهر نه شي وتلای ځکه چې پر پوستو چې شناختي کارډ و نه ښيي نو سرتېري یې مخکې تګ ته نه پرېږدي.
تر څو ورځو وروسته په کونډلي بابا، درنه شګه، سرخاوي دره او باغ کې عملیات ختم شول خو د کوزې کورمې په اوچت، مندوریو، څرخېلو (چارخېل هم بلل کېږي)، ډډ کمر او بګن کې د مارچ له ۲۱مې راهیسې روان دي.
د وتېزیو قبیلې یو ځايي مشر خیالي رحمان اورکزي د مارچ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې هلته هم سرتېرو له ځايي خلکو موبایل ټېلېفونونه او شناختي کارډونه اخیستي دي.
دی وايي، په تېرو ورځو کې له سیمې څخه سلګونه وګړو کډې کړې دي او په نورو ځایونو کې مېشت دي.
موږ د خلکو د څرګندونو او تورونو په اړه د پوځ او ملېشې ځواک په دریځ معلومولو بریالي نه شو، خو د پولیسو یو چارواکی وايي چې چارواکي د شناختي کارډونو او موبایل ټېلېفونونو پلټنه کوي او بېرته به یې خلکو ته وسپاري.
هغه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د مارچ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې عملیات د خلکو پرضد نه بلکې د "ورانکارو" پرضد دي.
دی وايي، امنیتي ځواکونو په کونډلي او درنه شګه کې د عملیاتو پر مهال هغه کورونه ړنګ کړي چې پکې وسلوال مېشت ول او یا به ورته خلکو پناه ورکوله.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) وايي، حکومت د کورمې له بېلا بېلو برخو څخه د بې کوره شویو خلکو د استوګنې لپاره په ټل او هنګو کې کیمپونه جوړ کړي دي او تر ۱،۰۰۰ پورې کورنیو ته یې د اسانتیاوو ورکولو بشپړ تیاری کړی دی.
د کورمې ځايي چارواکو د مارچ پر ۱۷مه د بګن، ډډ کمر، اوچت، مندوریو او څرخېلو اوسېدونکو ته د کورونو پرېښودو امر کړی وو.
د خیبر پښتونخوا حکومت په فبرورۍ کې پر مال لېږدوونکې قافلې تر برید وروسته د کوزې کورمې په هغو پینځو برخو کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پرېکړه وکړه چې ځايي وګړو یې سخت مخالفت وکړ او پرضد یې احتجاجونه هم وکړل.
خو د کواټ (کوهاټ) ډېوېژن انتظامي مشر معتصم بالله شاه وايي، عملیات د سیمې د اوسېدونکو پرضد نه بلکې د وسلوالو پر وړاندې دي او د کورمې د امنیت لپاره اړین دي.
حکومت په هغو سيمو کې د عملياتو پرېکړه تر هغه وروسته وکړه چې د فبرورۍ پر ۱۷مه وسلوالو د کوزې کورمې په مندوریو کې پاړه چینار ته پر لاره د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافله برید وکړ.
پولیس وايي، هغه قافله د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې روانه وه او په حمله کې د پینځو سرتېرو په ګډون نهه تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۰ ژوبل شول.
د پولیسو چارواکي وايي، امنیتی ځواکونو په هغو سیمو کې محدود او هدفي عملیات کړي خو اوس غواړي چې سيمه مکمله له وسلوالو پاکه کړي او د تګ راتګ لارې په بشپړ ډول د ولس او ګاډو د تګ راتګ پرمخ خلاصې کړي.
د جنورۍ پر ۱۹مه د کوزې کورمې په بګن کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات پیل شول او له وجې یې د سیمې لسګونه کورنیو کډې کړې دي.
په کورمه کې د ناامنۍ له وجې له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې لارې تړلې دي او مساپر او مال لېږدوونکي ګاډي یوازې سفر نه شي کولای نو د حکومتي پرېکړې له مخې د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې په قافلو کې تګ راتګ کوي.
د ۲۰۲۴ز کال نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.