د لاسرسي ځای

تازه خبر

په صوابۍ ،او چارسدې پسې د دره ادم خیلو ځانرګي هم مرګ ژوبله اړولې


د فرنټیر کور یو عسکر په دره ادم خیل کېد هغه ودانۍ کتنه کوي چې ځانرګی برید پکی وشو
د فرنټیر کور یو عسکر په دره ادم خیل کېد هغه ودانۍ کتنه کوي چې ځانرګی برید پکی وشو
د خیبر پښتونخوا نیمه قبایلي سیمه دره آدم خیل کې یوه ځانمرګي بمي برید اوه کسان ژوبل او خپله برید کونکی وژل شوی دی.

ځايي خلک وايي برید د ښارګوټي په خالید پلازه کې وشو.

د کوهاټ کمیشنر خالید عمرزۍ وايي ،((یو ځانمرګۍ برید کوونکی خلکو پېژندلی وو او هغه ترې منډه کړې وه او په دې دوران کې پر هغه ډزې شوې دي او راپرېوتی دی.خو کله چې دی زخمي شو او خلکو ورنږدو شو نو همدغه وخت هغه خپل ځان وچولی چې پکې دی مړ او اوه تنه نور ټپیان شو.))

نورې سرچیني بیا وايي چې په دره ادم خیل کې دیوه طالب کمانډر مومین وسلوالو کسانو هغه پېژندلی وو خو کله چې یې هغه نیولی نو ځانمرګي بریدکونکي په خالید پلازه کې په یوه کوټه خپل ځان بند کړی او کله چې دغه وسلوال کسان ورپسې کوټې ته ورغلل نو هغه خپل ځان والوزولی.

په خیبر پښتونخوا کې له تېرو درو ورځو راهیسې دا دریم ځانمرګۍ برید دی چې لومړی هغه یې په صوابۍ کې د نهې په ورځ وشو چې په کې نهه تنه ووژل او ۲۲ نور ژوبل شو.
دغه برید د جمعیت العلما اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن د هرکلي لپاره پر راټول شویو ګوندي غړيو شوی وو چې پکې ددغه ګوند غړي ،پولیس او عام خلک وژل شوي وو.

دویم ځانمرګی برید په زیارت ورځ بیا په چارسده کې د ډي سي او له دفتر سره نزدې وشو چې خوا ته یې د جمعیت العلما اسلام دمولانا فضل الرحمن ډلې جلوس تېرېدو . دغه برید هم لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل او څه باندې ۲۷ یې ژوبل کړل.په وژل شویو کې دجمعیت العلما اسلام د ګوندي غړو په ګډون ماشومان ښځې او پولیس هم شامل دي.

په صوابۍ او چارسده کي تربریدونووروسته دد زیارت په ماځیګردجمعیت علماء اسلام ف ډلي له خواپه کوټه کي احتجاج پيل شو. پارېدلواحتجاج کوونکوځيني لوی سړکونه او مارکېټونه وتړل. اوهم يې دکوټي پریس کلب مخي ته لاریون وکړ. ترلاریون وروسته ددې ګوند د کوټي امیر او پخواني صوبایي وزیرحافظ حمدالله په کوټه پریس کلب کي خبري غونډي ته وویل))جمعیت علماء اسلام له اولې ورځې دا وایي چې که چاودنه په جومات کي وي،په مدرسه کي وي،په سکول کي وي،عدالت کي وي،په جرګوکي وي، په خبریالانووي،په وکیلانووي ،په هرځاي کي چي وي، جمعیت علماء اسلام دې ته برملا فساد وايي.او زوموږ ګوند ددې دواړو چاودنوپه سختوټکوکي غندنه کوي
.
په خبر ي غونډه کي نوموړي په نوروسیاسي ډلوهم ږغ وکړ چي دداسي پېښوپه ضدخپل آواز پورته کړي، ځکه چي دده په ویناکه پرضدسم ږغ پورته نشي، په راتلونکي کي نورسیاسي مشران هم په نخښه کېدلی شي.

که څه هم ددرې واړه ځانمرګو بمي بریدونو پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو ددغه ډول بریدونو مسولیت اکثره د طالبانو وسلوالې ډلې پر غاړه اخلي. چې لوی مرکز یې شمالي وزیرستان بلل کېږي.
XS
SM
MD
LG