د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې ډپلوماټ وايي، د سوریې ولسمشر بشارالاسد او کورنۍ یې مسکو ته رسېدلي دي


د روسیې یو عسکر په ۲۰۱۸م کال کې په دمشق کې پر یو امنیتي پوستې ولاړ دی. (انځور: ارشیف)
د روسیې یو عسکر په ۲۰۱۸م کال کې په دمشق کې پر یو امنیتي پوستې ولاړ دی. (انځور: ارشیف)

د روسيې يو ډپلوماټ ويلي چې د شام ولسمشر بشارالاسد او کورنۍ يې مسکو ته رسېدلي دي.

په ويانا کې د روسيې سفير ميخایل اولییانوف د ډېسېمبر پر اتمه ناوخته پر ټولنيزه رسنۍ اېکس ليکلي چې "اسد او کورنۍ يې په مسکو کې دي".

د روسيې رسنیو رپوروټونه ورکړي چې مسکو بشارالاسد او د هغه کورنۍ ته پناه ورکړې ده.

بل پلو د امریکايي ولسمشر جوبايډن انتظاميې دا معلومات تاييد کړي نه دي البته وايي، شک نه لري چې ګواکې داسې به نه وي شوي.

ولسمشر جو بایډن ويلي چې دوی به د شام له ټولو ډلو سره خبرې اترې کوي. هغه له احتیاطه د کار اخیستو خبره وکړه چې په وینا يې ځینې یاغي ډلې چې د بشارالاسد په پرځولو کې يې مرسته کړې ده په خپله هم د بشري حقونو په اړه ناوړه سابقه لري. خو په وینا يې، "برسېره پر دې چې په دې ورستیو ورځو کې يې سمې خبرې کړې دي."

دا له هغه وروسته ده چې په سوریه (شام) کې د حکومت مخالفو وسلوالو د دسمبر پر اتمه د پلازمېنې دمشق د کنټرول ترلاسه کولو دعوه وکړه او روسیې وویل چې ولسمشر بشارالاسد هېواد پرېښی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل چې اسد "په وسلواله شخړه کې له ښکېلو یوشمېر خواوو" سره تر "مذاکراتو" وروسته "د استعفا پرېکړه" وکړه او دفتر یې پرېښود.

په بیان کې راغلي چې نوموړي د خپل حکومت چارواکو ته "د واک د سوله ییز لېږد لارښوونه" وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو په تېرو ورځو کې د هېواد په نورو برخو کې تر چټکو پرمختګونو وروسته د ډېسېمبر پر اتمه پلازمېنې ته د داخلېدو خبر ورکړ.

هغوی د ډ‌ېسېمبر پر اتمه پر ټولنیزو شبکو په بیان کې د ولسمشر بشار الاسد په حواله ویلي دي چې دمشق "اوس له اسده ازاد" شوی دی.

د اسد کورنۍ له څه باندې ۵۰ کلونو راهیسې پر هېواد مستبده واکمني وکړه.

یوه ښځه له لبنانه سوریې ته د ستنېدو پر مهال د هېواد بیرغ رپوي - د ډېسېمبر اتمې انځور.
یوه ښځه له لبنانه سوریې ته د ستنېدو پر مهال د هېواد بیرغ رپوي - د ډېسېمبر اتمې انځور.

په شام کې په تېرو ورځو کې د اسلامپالې هیت تحریر الشام ډلې په مشرۍ وسلوالو په خورا چټکۍ حلب او بیا حما ښار ونیول چې ورسره د شنونکو په وینا، د منځني ختیځ په‌‌ جګړه‌‌ ځپلي هېواد کې لوبه بدله شوه.

د امریکا، برېتانیا، کاناډا او اروپايي ټولنې په ګډون یوشمېر هېوادونه هیت تحریر الشام یوه ترهګره ډله بولي. خو د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د تګلارې مشرې کایا کلاس پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي د اسد د "امریت" ختمېدل یو "مثبت پرمختګ" بللی دی.

کلاس ویلي دي چې د بشارالاسد د حکومت ړنګېدل یې د "ملاتړو" یعنې "روسیې او ایران کمزوري هم په ډاګه کوي."

نوموړې زیاته کړې چې اروپايي ټولنه "په سیمه کې د سوریې امنیت ته لومړیتوب" ورکوي او د سیمې له وزیرانو سره په رابطه کې ده.

شنونکي وايي چې د اسد د رژیم نسکورېدل د کرېملېن لپاره د "لویې سیاسي ماتې" معنا لري. مسکو او تهران دواړو له کلونو راهیسې د کورنۍ جګړې پر مهال د شامي حکوت ملاتړ کړی دی.

په امریکا کې د جګړې د مطالعاتو مرکز وايي: "د اسد رژیم ځواکونه مات شوي او د اسد ملاتړي د سوریې عرب پوځ د پیاوړي کولو لپاره په چټکۍ د اضافي سرتېرو ځای پر ځای کولو ته لېواله نه ښکاري."

د وسلوالو هغه پرمختګ پر ولسمشر بشارالاسد، چې په ۲۰۱۱ز کال کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې په واک کې د پاتېدو لپاره تر ډېره د روسیې او ایران پر ملاتړ متکي پاتې شوی، یو لوی ګوزار بلل کېده.

حما د شام څلورم لوی ښار دی او وسلوالو د ډېسېمبر پر پینځمه ونیوه. هغه ښار د دمشق د دفاع لپاره مهم وو او د هغه هېواد د ساحلي ښارونو طرطوس او لاذقیه دروازه ګڼل کېږي.

تر دې دوه ورځې وروسته وسلوال حمص ښار ته هم داخل شول چې له پلازمېنې دمشقه شاوخوا ۱۶۰ کېلومیټره لیرې پروت دی. روسیو ځواکونو هلته د وسلوالو د پرمختګ مخنیوي لپاره پر یو مهم پله او سړک بمباري وکړه.

د سوریې حکومت مخالفه وسلوال وايي دمشق یې نیولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00

روسیه په سوریه کې په حمیمیم کې د هوايي اډې په ګډون یوشمېر پوځي ځایونه او په طرطوس کې ستراتیژیک بحري تاسیسات لري چې په افریقا کې د کرېملېن د اقداماتو ملاتړ لپاره کارېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف د ډېسېمبر پر اوومه په دوحه کې د نړیوال فورم پر مهال الجزیره ټېلېوېژن ته په مرکه کې د روسیو اډو د برخلیک په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه او و یې ویل، "اټکلونه نه کوي."

د منځني ختیځ چارو روسي شنونکي روسلان سلیمانوف مشال راډیو ته وویل چې که وسلوال پر هېواد واکمن شي، نو مسکو به ورسره "همکاري" وکړي او دا چې هیت تحریر الشام هم په "تېرو وختونو کې دعوه کړې ده" چې له کرېملېن سره "خبرو ته تیار دی."

سلېمانوف زیاتوي چې روسی ولسمشر ولادیمیر "پوتین غواړي چې په سیمه کې خپل پوځي حضور خوندي وساتي. هغه باید د دې لپاره وسلوالو او [د ترکیې ولسمشر رجب طیب] اردغان ته، چې د وسلوالو ملاتړ کوي، رعایتونه ورکړي."

ملګرو ملتونو د ډېسېمبر پر شپږمه وویل چې په سوریه کې شا وخوا ۳۰۰،۰۰۰ کسان د نومبر په پای کې د وسلوالو د جګړې له پیلولو راهیسې بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG