د لاسرسي ځای

تازه خبر

نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د برېښنا بیو په اړه بیړنۍ غونډه ورغوښتې ده


په کراچۍ کې لسګونه کسان د برېښنا او تېلو لوړو بیو ضد مظاهره کوي - د اګست ۲۳مې انځور.
په کراچۍ کې لسګونه کسان د برېښنا او تېلو لوړو بیو ضد مظاهره کوي - د اګست ۲۳مې انځور.

د پاکستان وزیراعظم انوار الحق کاکړ د برېښنا زیاتو بیو او لوړو بېلونو په اړه بیړنۍ غونډه وربللې ده.

نوموړي د اګست پر ۲۶مه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، لیکلي چې د برېښنا وزارت او د بجلۍ د وېش شرکتونو چارواکي به ورته د یکشنبې (اتوار) پر ورځ د اسلام اباد په ناسته کې تفصیلي معلومات ورکوي.

وزیراعظم زیاته کړې ده چې له اړوندو چارواکو سره پر دې مشوره کوي چې څنګه ورته د بجلۍ بېلونو په برخه کې اسانتیاوې ورکړي.

د اګست ۲۷مې بیړنۍ غونډه پر داسې مهال کېږي چې په تېرو ورځو کې د بجلۍ لوړو بیو پر ضد د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې شوې دي او په ځینو ځایونو کې خو خلکو احتجاجاً بېلونه هم سوځولي دي.

د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون په مردان، چارسده، دیر، سوات او نورو ضلعو کې خلکو په احتجاجونو کې له حکومته وغوښتل چې وار له مخه ګرانۍ پرېشانه کړي دي او اوس د بجلۍ بېلونو یې ژوند ورمشکل کړی دی.

په سوات کې یوشمېر کسانو د برېښنا لوړو بیو پرضد مظاهره وکړه - د اګست ۲۵مې انځور.
په سوات کې یوشمېر کسانو د برېښنا لوړو بیو پرضد مظاهره وکړه - د اګست ۲۵مې انځور.

یوشمېر مظاهرچیانو مشال راډیو ته وویل چې د بجلۍ د یو یونټ بیه له ۱۳ څخه ۶۹ روپیو ته لوړه شوې ده چې له کبله یې بېلونه زښت زیات شوي دي.

د پېښور د مظاهرې یو ګډونوال او د سوداګرو د ټولنې یو مشر خالد ګل مومند مشال راډیو ته وویل، بېل یې له ۴،۰۰۰ څخه ۲۴،۰۰۰ روپیو ته لوړ شوی دی.

د پاکستان د اردو ژبې ډان او جیو نیوز ټېلېوېژنونه وايي، د اګست پر ۲۶مه د اسلام اباد، راولپېنډۍ، لاهور، ملتان، کراچۍ او کوټې په ګډون په یوشمېر نورو ښارونو کې هم د برېښنا لوړو نرخونو ضد مظاهرې شوې دي.

په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې حکومت د برېښنا او تېلو پر سر ولس ته ورکوونکی رعایت په دوامداره توګه کم کړی دی او وايي چې دا کار د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پور د شرطونو پوره کولو لپاره اړین دی.

په وروستي ځل حکومت په جولای کې د برېښنا بیو ته بیا کتنه وکړه او هغه یې لوړې کړې. د هم هغې میاشتې پر ۱‍۲مه ای اېم اېف پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ.

د پاکستان پخواني وزیراعظم شهباز شریف هغه مهال ویلي ول چې د موافقې منظورېدل یې د هېواد د اقتصادي ثبات د هڅو په لړ کې يو لوی ګام دی.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر همغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ی اېم اېف) سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې له ای اېم اېفه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کولې خو د ۲۰۲۲ز کال نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار وو. په دې ترڅ کې د پخواني وزیراعظم شهباز شريف ترڅنګ د پاکستان لوړپوړو چارواکو د ای اېم اېف له مشرانو سره یوشمېر ناستې وکړې او د پیسو د نړیوال صندوق د شرطونو پوره کولو لپاره ګامونه پورته کړل.

په دې اقداماتو کې د انرژۍ بیو لوړول، د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام او د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د ۲۱۵ اربه روپيو نویو ټېکسونو لګول شامل دي.

XS
SM
MD
LG