د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د شیعه او سنیانو تر منځ ‌ډزبندي شوې ده


د دواړو غاړو له خوا یو بل ته نیول شوي‌ مورچلونه اوس پولیسو، ملېشه ځواک او پوځ ته سپارل شوي‌ دي.
د دواړو غاړو له خوا یو بل ته نیول شوي‌ مورچلونه اوس پولیسو، ملېشه ځواک او پوځ ته سپارل شوي‌ دي.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ جګړه کې له هغه وروسته اوربند شوی دی چې لږترلږه ۴۷ کسان پکې ووژل شو.

د سرکاري جرګې یو غړی حاجي عزت ګل د جولايي پر ۳۰مه مشال راډیو ته پخلی وکړ چې په کورمه کې له شپږو ورځو روانه جګړه اوس درېدلې ده.

ده وویل، "په بوشارو کې د مدګي کلي او ماليخیلو ترمینځ په روان جنګ کې دواړه غاړې یوه ورځ وړاندې پر ډز بندي سلا شوې وې او جګړه درول شوې وه خو په پاتې څلورو نورو سیمو کې لا هم نښتې روانې وې خو هغوی هم تر خبرو اترو وروسته پر ډزبندۍ سلا شوي دي."

حاجي عزت ګل زیاته کړه چې په دې سیمو کې د دواړو غاړو له خوا یو بل ته نیول شوي‌ مورچلونه اوس پولیسو، ملېشه ځواک او پوځ ته سپارل شوي‌ دي.

امنیتي ځواکونو ته سپارل شوې یوه مورچه
امنیتي ځواکونو ته سپارل شوې یوه مورچه

که څه هم په سیمه کې جګړه اوس درېدلې ده خو د تګ راتګ لارې، سکولونه او سرکاري دفترونه لا هم بند دي او په سیمه کې پر موبایل انټرنیټ لګېدلی بندیز لا هم نه دی پورته شوی.

د جولايي پر ۲۹مه په کچه پخه سیمه او ټل کې د کورمې او پېښور ترمینځ مرکزي لار شیعه او سني ډلو د احتجاج په توګه پر یو بل تړلې وه. په دواړه ځایونو کې بلوا شوو خلکو د یو بل موټرو زیانونه هم رسولي دي.

په دې اړه که څه هم د حکومت دریځ مخې ته نه دی راغلی خو له هنګو څخه کورمې ته ورغلې د شیعه او سني مشرانو شریکې سرکاري جرګې پر خلکو غږ کړی چې له تشده ډډه وکړي.

د سرکاري جرګې یو مشر حاجي نور جاف علي مشال راډیو ته وویل چې په ټل او کچه پخه کې لارې بیرته پرانستل شوې دي خود ده په وینا، په کورمه کې تړل شوې لار به له هغه وروسته خلاصېږي چې امنیت ټینګ شي.

علي زیاتوي، " په کورمه کې لومړی د جګړې درول وو چې هغه وشوه نو اوس به په سیمه کې له دواړو غاړو سره د امن پر ځای کولو خبرې کوو او بیا به د مځکې پر سر د موجودو شخړو لپاره د حل لارې لټوو."

دا له هغه وروسته ده چې د سیمې د اوسېدونکو او چارواکو په وینا، د جولايي پر ۲۴مه د کورمې په بوشهره کې نښته د مدګي کلي او مليخېلو د اوسېدونکو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر پیل شوه چې بیا د بالشخېلو، خوار کلي، سدې، سنګینې، غوز ګړۍ، کونج علیزیو، سپینې شګې او پیواړ تر سیمو وغځېدله.

تر اوسه معلومه نه ده چې نښته چا پیل کړه خو ژر په فرقه ییز تاوتریخوالي واوښته. د ملیخېلو اوسېدونکي حشمت علي د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته ویلي ول چې په بوشهره کې یوې جرګې پر ۷۰ جریبه انتقالي ځمکه د لانجې د هواري فیصله عملي کوله چې ورباندې ډزې وشوې چې له کبله یې په سیمه کې نښتې پیل شوې.

د صحت محکمې د چارواکو‌ په وینا، په دې جګړه کې له دواړو غاړو څخه په مجموعي توګه لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۷۰ نور ټپي شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی بلکې په کورمه کې تر دې وړاندې هم په وار وار د شیعه او سنیانو ترمنځ د مځکې پر شخړو او نورو مسلو په وار وار داسې جګړې شوې دي چې دواړو غاړو ته پکې درنې مرګژوبلې اوښتې دي.

په ۲۰۰۸ کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي. خو په سیمه کې ډېری لانجې لا هم نه دي هوارې شوې چې پر سر یې وخت په وخت نښتې کېږي.

په بوشارو کې تر دې وړاندې هم څو ځلې د ځمکې د ملکیت پر سر د لانجو له وجې شخړې شوې دي. په هغه سیمه کې شیعه او سني وګړي مېشت دي او د ځمکو لانجو پر سر نښتې اکثر ژر په فرقه‌ يیز تاوتریخوالي اوړي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG