د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو سازمانونو د مذهب سپکاوي په تور د ډاکتر وژنې په اړه پلټنیزه کمېټه رد کړې


د بشري حقونو د سازمانونو استازي د سېپټېمبر پر ۲۱مه په کراچۍ پریس کلب کې د خبري غونډې پر مهال.
د بشري حقونو د سازمانونو استازي د سېپټېمبر پر ۲۱مه په کراچۍ پریس کلب کې د خبري غونډې پر مهال.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په ګډون د بشري حقونو ۱۰ سازمانونو د سیند حکومت هغه کمېټه رد کړې ده چې د پولیسو له خوا د مذهب په سپکاوي د تورن ډاکتر شاهنواز د وژنې په اړه پلټنې کوي.

سازمانونو د سېپټېمبر پر ۲۱مه په کراچۍ پریس کلب کې د خبري غونډې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د ډاکتر شاهنواز د وژنې پلټنو لپاره دې د سیند های کورټ د یو قاضي په مشرۍ عدالتي کمېشن جوړ کړي او د میر پور خاص د پولیسو د لوړپوړو چارواکو په ګډون دې د ټولو افسرانو پرضد د قتل مقدمه دایره کړي.

د غونډې ګډونوالو وویل چې د بشري حقونو نړیوالو ادارو او په پاکستان کې د بهرنیو هېوادونو سفارتونو ته لیکونه استوي چې د سیند پولیسو لپاره بهرني روزنیز پروګرامونه بند کړي ځکه چې د هغې صوبې "پولیس د بشري حقونو په سرغړونو کې ککړ" دي او د مذهب د سپکاوي په نوم "بې ګناه" خلک وژني.

د بشري حقونو سازمانونو د سېپټېمبر پر ۲۲مه د کراچۍ ترڅنګ د سیند په ټولو ضلعو کې احتجاج هم اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د مذهب سپکاوي په مقدمه کې تورن ډاکتر شاهنواز د سېپټېمبر پر ۱۸مه د سیند په میرپور خاص کې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی. پر نوموړي تور وو چې په فېسبوک یې د مذهب د سپکاوي مواد خپاره کړي دي.

دا راز د عمرکوټ پولیسو د سېپټېمبر په ۱۷مه د ځایي جومات امام صابر علي سومرو په مدعیت کې د هغه ډاکتر پر ضد د مذهب سپکاوي مقدمه درج کړې وه.

تر دې وروسته د سیند حکومت د پېښې د پلټنو لپاره د پولیس افسرانو څلور کسیزه کمېټي جوړه کړه او په اووه ورځو کې یې ورته د پلټنو بشپړولو امر کړی دی.

د سیند صوبې د کورنیو چارو وزیر ضیا الحسن لنجار د سېپټېمبر پر ۲۰مه د صوبایي اسمبلۍ غونډې ته وویل چې د پلټنو تر بشپړېدو وروسته به د کمېټې سپارښتنې عملي کوي.

هغه وویل چې تر پېښې وروسته یې د میرپور خاص د پولیسو مشر جاوېد جسکاني، لوړپوړي پولیس افسر اسد علي چودري او د یو تاڼېدار په ګډون د یوشمېر پولیسو دندې ځنډولې دي.

مدني فعالانو هم پر ټولنیزو شبکو د پولیسو له خوا د ډاکتر شاهنواز پر وژنه نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې دا کار ماورای عدالت وژنه او د بشري حقونو سرغړونه ده. فعالانو دا راز ویلي دي چې هغه نښته چې پولیس یې یادوي، "جعلي" وه.

په پاکستان کې په بېلابېلو وختونو کې د مذهب د سپکاوي په تورونو کې ډېر کسان وژل شوي دي. د سېپټېمبر پر ۱۲مه، د بلوچستان په مرکز کوټه کې يو پولیس سرتېري د مذهب په سپکاوي تورن ۵۲ کلن عبدالعلي په تاڼه کې وواژه.

تر دې مخکې، د جون په ۲۰مه د خیبر پښتونخوا د سوات په مدین کې پارېدلو کسانو له سیالکوټ څخه ورغلی یو سیلانی د مذهبي مقدساتو سپکاوي په تور وژلی وو.

XS
SM
MD
LG