د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر کې د عینک د مسو کان چارې رسماً پیل شوې


د طالبانو د حکومت سرتېري د عینک مسو د کان چارو پیلېدو پر مهال د امنیت لپاره ولاړ دي - د جولای ۲۴مې انځور.
د طالبانو د حکومت سرتېري د عینک مسو د کان چارو پیلېدو پر مهال د امنیت لپاره ولاړ دي - د جولای ۲۴مې انځور.

د طالبانو حکومت وايي چې د افغانستان په لوګر ولایت د عینک د مسو کان د استخراج چارې د قرارداد له لاسلیکېدو شاوخوا ۱۶ کاله وروسته رسماً پیل شوې دي.

د افغانستان طلوع نیوز ټېلېوېژن او اژانس فرانس پرېس په ګډون یوشمېر رسنۍ وايي، د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر، د کانونو او پېټرولییم چارو وزارت سرپرست هدایت الله بدري، په کابل کې د چین سفیر ژاو شېنګ او یوشمېر نورو چارواکو د جولای پر ۲۴مه د عینک د مسو کان د چارو پیلېدو په پرانیستونکې غونډه کې ګډون وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په هغه کان کې د مسو (تانبې) د استخراج عمل په ۲۰۱۳ز کال کې پیل نه شو او له څه باندې یوې لسیزې راهیسې ځنډېدلی وو.

د طالبانو د کانونو او پېټرولییم چارو د وزارت ویاند همایون افغان د جولای پر ۲۳مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي ول چې د اېم جې اې اېم په نوم قراردادي شرکت مکلف دی چې د ۲۰۰۸ز کال کې د ژمنو پر بنسټ د مسو د کان چارې پر مخ یوسي.

د عینک د مسو کان د نړۍ پر کچ له تر ټولو لویو کانونو څخه یو دی.

ملا عبدالغني برادر د عینک د مسو د پروژې د پرانیستو پر مهال غونډې ته په وینا کې وویل، "د دې پروژې په عملي کولو کې چې څومره وخت ضایع شوی دی، اوس باید په چټک کار ترسره کولو جبران شي."

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت په ۲۰۰۸ز کال کې له اېم جې اې اېم سره د عینک له کانه د مسو د ایستلو په اړه قرارداد لاسلیک کړ او ټاکل شوې وه چې په ۲۰۱۳ز کال کې یې عملي چارې پیل شي خو دا کار د امنیتي اندېښنو له وجې پیل نه شو.

په هم هغه وخت کې په عینک سیمه کې د بودایانو د وخت د لرغونو اثارو موجودګۍ له وجې پر نړیوال کچ اندېښنې زیاتې شوې او پر افغان حکومت ټینګار کاوه چې د اثارو حفاظت باوري کړي. د دې له وجې هم په کان کې عملي چارې تر کلونو پورې وځنډېدې.

XS
SM
MD
LG