د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي دي چې پښتانه په پاکستان کې د یو "سیال قام" په څېر اوسېدل غواړي.
نوموړي د ډېسېمبر پر اوومه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب د سېوۍ جرګې ته په وینا کې وویل چې پښتانه هم د نورو قامونو غوندې مساوي حقونه غواړي. "نه موږ د پاکستان مخالف یو، نه پاکستان ماتول غواړو او نه د خپلو پوځیانو او ملېشو پرضد جنګېدل غواړو. موږ د بلوڅ، سیندي او پنجابي په ډول د پاکستان ښاریان یو او کوم حقوق چې پنجابیان لري، هغه حقونه د پښتنو هم دي."
د سېوۍ دوه ورځنۍ جرګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د جرګو د هغې لړۍ برخه ده چې اعلان یې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر ۲۷مه په کوټه کې په خبري غونډه کې کړی وو. نوموړي هغه مهال ویلي ول چې هغه جرګې د ناامنۍ په ګډون د پښتنو د لویو ستونزو د هواري پر لارو چارو د بحث لپاره ورغواړي.
په دې ترڅ کې لومړۍ دوه ورځنۍ جرګه د نومبر پر نهمه او ۱۰مه په بوري (لورالايي) ډېوېژن او دویمه دوه ورځنۍ جرګه د نومبر پر ۲۴مه او ۲۵مه په ژوب کې وشوه.
د ژوب جرګې په خپل پرېکړه لیک کې په وروستیو کې په کورمه کې د "فرقو په نوم" د وژنو "سخته غندنه" وکړه او په بلوچستان کې یې پر روانې ناامنۍ اندېښنه وښوده.
په پرېکړه لیک کې راغلي ول چې سیاسي مسلې په پوځي عملیاتو نه شي هوارېدای بلکې ورسره امنیتي وضعیت لا خرابېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۱۹مه وفاقي حکومت په بلوچستان کې د وسلوالو ډلو خلاف د "جامع او پراخو" عملیاتو پرېکړه وکړه چې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن ورباندې اندېښنه وښوده.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د سېوۍ جرګې پر لومړۍ ورځ په وینا کې وویل چې د پاکستان استخباراتي ادارې په نړیواله سطح د خپل کار لپاره پېژندل کېږي خو په کوټه کې په وروستیو کې د تښتول شوي هلک د موندلو په برخه کې یې لا پرمختګ نه دی کړی.
ده دعوه وکړه چې استخباراتي ادارو ته پته ده چې ۱۰ کلن ماشوم محمد مصور خان کاکړ چا تښتولی او چېرې دی.
تر دې مخکې د ژوب جرګې هم د تاوان لپاره پر تښتونو خواشیني ښوولې وه او غوښتنه یې کړې وه چې حکومت دې د کاکړ د خوشې کولو لپاره اقدامات وکړي.
کاکړ د نومبر پر ۱۵مه له کوټې تښتول شوی وو چې د خوشې کولو لپاره یې کاروباریانو او د ګوندونو غړو او پلویانو څو ځلې مظاهرې او کاربندیزونه کړي دي.
دا راز، د هغه ماشوم خپلوانو، سیاسي ګوندونو او فعالانو د نومبر له ۱۸مې راهیسې د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته پرلت هم وهلی وو چې وروسته یې د اعلاوزیر په ډاډ وځنډاوه.
د هغه ماشوم د تښتونې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
د بلوچستان حکومت هم لا د اڅکزي د تازه څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند د روانې میاشت په پیل کې مشال راډیو ته ویلي ول چې د ماشوم د تښتونې په قضیه کې پرمختګ شوی دی.
ده زیاته کړه چې د حکومت لومړۍ هڅه د مصور خان کاکړ خوندي خوشې کول دي، خو په دې اړه یې تفصیل ور نه کړ.
داراز، د صوبې لوړپوړي یا سینییر وزیر میر ظهور بلېدي د نومبر پر ۱۶مه د پاکستان دولتي ټېلېوېژن ته ویلي ول چې حکومت د ناامنۍ جوړوونکو پرضد اقدامات کوي.
د بلوچستان او پاکستان حکومتونو په بیا بیا ویلي دي چې په صوبه کې د ترهګرۍ او جنایتونو مخنیوي ته ژمن دی او په دې لړ کې اقدامات کوي. د نومبر پر ۱۹مه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د لوړپوړو ملکي او امنیتي چارواکو په غونډه کې وویل چې ټول تمرکز یې د ترهګرۍ پر ختمولو دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلنه جرګې پر داسې مهال کېږي چې په تېرو دوو کلونو کې په بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې ده.
په عین حال کې د پاکستان پوځ هم وخت په وخت په بلوچستان کې په عملیاتو او نښتو کې وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۱۳مه په بیان کې وویل چې د نومبر پر ۱۲مه یې شپې مهال په بلوڅ مېشته کېچ ضلع کې د عملياتو پر مهال له وسلوالو سره نښته وشوه چې پکې يې څلور مشکوک وسلوال ووژل.