د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغانستان پر وړاندې د کرکټ ۲۰ اووره سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه


افغان لوبغاړی د پاکستاني بالر د توپ وهلو پر مهال - پخوانی انځور.
افغان لوبغاړی د پاکستاني بالر د توپ وهلو پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان د کرکټ بورډ روانه میاشت له افغانستان سره د درو ۲۰ اووره سیالیو لړۍ لپاره ملي‌ لوبډله اعلان کړې ده.

د دواړو لوبډلو ترمینځ سیالۍ د مارچ پر ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجه کې کېږي.

د پاکستان کرکټ بورډ د مارچ پر ۱۳مه په بیان کې ویلي دي چې شاداب خان به د افغانستان پر وړاندې د سیالیو لوبډلمشر وي.

خان د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم پر ځای کپتان شوی دی چې د افغانستان پر وړاندې په سیالیو کې نه لوبېږي. له دې پرته، محمد رضوان، حارث رووف او شاهین شاه اپرېدي هم په لوبډله کې شامل نه دي. بورډ وايي، هغه لوبغاړي د ارام په خاطر په لوبډله کې نه شاملوي.

د پاکستان کرکټ بورډ د بیان له مخې، په لوبډله کې عبدالله شفیق، اعظم خان، فهیم اشرف، افتخار احمد، احسان الله، عماد وسیم، محمد حارث، محمد وسیم جونییر، نسیم شاه، صایم ایوب، شاه مسعود، طیب طاهر او زمان خان شامل دي.

داراز، ابرار احمد، حسیب الله او اسامه میر د احتیاطي لوبغاړو په توګه له لوبډلې سره متحده عربي اماراتو ته ځي.

د پاکستان په لوبډله کې یوشمېر هغه ځوانان شامل دي چې د روان پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په سیالیو کې یې خورا ښه کارکردګي وښوده.

دا په داسې حال کې ده چې افغان کرکټ بورډ د مارچ پر اتمه د پاکستان پر وړاندې د سیالیو د تمرین لپاره د لوبغاړو نومونه اعلان کړي ول.

د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټۍ غړو د مارچ پر اتمه په یو خبري غونډه کې وویل چې هغه لوبغاړي په متحده عربي اماراتو کې په تمرینونو کې برخه اخلي او تر هغې وروسته به ملي لوبډله وټاکل شي.

په اعلان شویو لوبغاړو کې راشد خان لوبډلمشر دی او پکې رحمان الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، مجیب الرحمان، عظمت الله عمرزی، نوین الحق، فضل حق فاروقي، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، شاهد کمال، محمد نبي، کریم جنت، ګلبدین نایب، افسر ځاځی، حضرت ځاځی، شرف الدین اشرف، نور احمد، ظاهر خان، فرید ملک، صدیق اتل، ننګیالی خروټی، نجات مسعود او بلال سمیع شامل دي.

په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ بورډ د مارچ پر اتمه په یوه جلا بیان کې ویلي دي چې حمید حسن یې د لوبډلې د توپ اچونې یا بالېنګ نوی روزونکی ټاکلی دی. کرکټ بورډ وايي، حسن په متحده عربي اماراتو کې له لوبډلې سره یو ځای کېږي.

کرکټ بورډ د نوموړي له خولې لیکلي چې د دې دندې له پیلېدو سره خپله له نړیوال کرکټه تقاعد اخلي او خوشاله دی چې اوس به افغان بالران روزي.

XS
SM
MD
LG