د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانیو چارواکو یو کس د ناسمو معلوماتو په خپرولو په "انټرنېټي ترهګرۍ" تورن کړی دی


په لېورپول کې د ساوت پورټ برید پرضد د جولای ۲۹مې مظاهرې له ځایه لوګي خېژي او پولیس د احتجاجیانو مخنیوي ته ولاړ دي.
په لېورپول کې د ساوت پورټ برید پرضد د جولای ۲۹مې مظاهرې له ځایه لوګي خېژي او پولیس د احتجاجیانو مخنیوي ته ولاړ دي.

رسنۍ وايي، پاکستانیو چارواکو یو سړی د هغو ناسمو معلوماتو په خپرولو په "انټرنېټي یا سایبري ترهګرۍ" تورن کړی دی چې په اړه یې فکر کېږي چې په برېتانیا کې د وروستۍ ناکرارۍ لامل شول.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې د اګست پر ۲۱مه په خبر کې ویلي دي چې د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د لاهور اوسېدونکي فرحان اصف پرضد رپورټ دایر کړی او هغه یې نیولی دی.

پولیسو بي بي سي ته ویلي دي چې فرحان اصف د چینل ۳ ناو په نوم له یوې ووبپاڼې سره تړاو لري. هغې ووبپاڼې تېره میاشت په ساوت پورټ کې تر حملې څو ساعته وروسته په یو خبر کې د بریدګر نوم غلط ښوولی وو او ویلي یې ول چې هغه تېر کال له سمندري لارې برېتانیا ته ورغلی وو او هلته یې پناه اخیستې وه.

پر هغې ووبپاڼې خپور شوی خبر پر ټولنیزو شبکو ډېر لاس په لاس شو. په ساوت پورټ کې په برید کې درې ماشومانې وژل شوې وې چې تر هغې وروسته په انګلستان او شمالي ایرلینډ کې د تاوتریخوالي پېښې وشوې.

په لاهور کې پولیسو د اګست پر ۲۰مه وویل چې له اصف څخه یې د هغه خبر په اړه پلټنې کړې دي.

یو چارواکي بي بي سي ته ویلي چې نوموړي منلې چې هغه ووبپاڼه په یوازې سر چلوي او هغه خبر یې بې له تصدیقه، د ټولنیزو شبکو د بېلابېلو اکاونټونو یا حسابونو د معلوماتو پر اساس جوړ کړی وو.

XS
SM
MD
LG