د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او تاجکستان د ستراتیژیکو همکاریو موافقه لاسلیک کړې ده


د تاجکستان ولسمشرامام علي رحمان د شهباز شریف هرکلی وکړ - د جولای دویمې انځور.
د تاجکستان ولسمشرامام علي رحمان د شهباز شریف هرکلی وکړ - د جولای دویمې انځور.

د پاکستان وزیراعظم او د تاجکستان ولسمشر د دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا په موخه د ستراتیژیکو همکاریو موافقه لاسلیک کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر درېیمه د شهباز شریف تاجکستان ته د دوه ورځني سفر په پای کې ګډه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي دي چې هغه او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په نړیوالو ادارو لکه "ملګرو ملتونو، شانګهای همکاریو سازمان، د اسلامي همکاریو سازمان" او نورو سازمانونو کې د "سیمه ییزې سولې، ثبات او دوامداره پرمختیا" لپاره د همکاریو د لا پیاوړي کولو هوکړه وکړه.

شریف د جولای پر دویمه له یو لوړپوړي پلاوي سره د تاجکستان په دوه ورځني سفر دوشنبې ته ورسېد.

نوموړي هلته له تاجکستانیو چارواکو سره د تجارت، پانګونې، تعليم، روغتيا او کرنې په برخو کې يوشمېر موافقې لاسليک کړې.

په ګډه اعلامیه کې راغلي دي چې شریف او رحمان د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې "پر دوه اړخیزه کچ او په نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو کې د همکاریو پر پراخولو ټینګار" وکړ.

اعلامیه وايي چې دواړو لوري پر دې موافق دي چې "یو سوله ییز، سوکاله،" او "باثباته" افغانستان د "سیمه ییزې سوکالۍ او پرمختیا لپاره اړین" دی. اعلامیه کاږي چې اسلام اباد او دوشنبې د دې لپاره په افغانستان کې د "ټولشموله حکومت" جوړېدل مهم بولي.

اعلامیه وايي چې دواړو لوریو د دوه اړخیزه سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره د لارو چارو پر لټولو هم توافق وکړ او وزیراعظم شهباز شریف تاجکستانی ولسمشر د ګوادر بندر له فعالیته خبر کړ او ورته یې وویل چې د سوداګرۍ لپاره دې "د پاکستانیو سمندري بندرونو له مواقعو او اسانتیاوو ګټه" واخلي.

د پاکستان وزیراعظم شریف تر دې مخکې د جولای پر دویمه له ولسمشر رحمان سره د تر لیدو وروسته ګډې خبري غونډې ته ویلي ول چې هېواد يې د چين، تاجکستان او افغانستان ترمینځ د دهلېز یا راهدارۍ د برخې جوړولو خواهش لري.

شهباز شريف وویل چې دا مهال له کراچۍ بندر څخه د افغانستان له لارې تاجکستان ته مالونه لېږدول کېږي، خو د نوموړي په وينا، پاکستان غواړي چې له تاجکستان سره يې د سړک او اورګاډي لارې لا نورې هم وصل او پیاوړې شي.

شهباز شريف زياته کړه چې هيله من دی چې "کاسا ۱۰۰۰" پروژه به په ۲۰۲۵ز کال کې بشپړه شي او دا به د سيمې لپاره د خوشحالۍ سبب وګرځي.

"کاسا ۱۰۰۰" د یو اعشاریه دوه بېلیونه ډالرو سیمه ییزه پروژه ده چې د برېښنا د ۱،۲۷۰ کېلومیټره اوږد لاین په وسیله به له تاجکستان او قرغزستان څخه تولید شوې برېښنا، د افغانستان له لارې پاکستان ته رسوي.

د دې پروژې له لارې به له تاجکستان او قرغزستانه افغانستان او پاکستان ته ۱۳۰۰ مېګاواټه بجلي ورکول کېږي چې پکې۳۰۰ مېګاواټه د افغانستان او ۱۰۰۰ مېګاواټه د پاکستان لپاره ده.

پروژه د نړیوال بانک بورډ له خوا د ۲۰۱۴ز کال په مارچ میاشت کې د نړیوالې پراختیايي ټولنې (اې ډي ای) په مالي مرسته منظوره شوې وه.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG