د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف او د مخالفه ډلو مشر راجا ریاض د لنډمهالي وزیراعظم ټاکلو په اړه خبرې کړې دي


د قامي اسمبلۍ غړي د غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
د قامي اسمبلۍ غړي د غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د وفاقي لنډمهالي وزیراعظم غوره کولو لپاره هڅې روانې دي چې د هغه هېواد ولسمشر محمد عارف علوي د قامي اسمبلۍ ړنګولو سپارښتنلیک لاسلیک کړ.

د اګست پر نهمه شهباز شریف د وزیراعظم په توګه ولسمشر ته سپارښتنه کړې وه چې اسمبلي ړنګه کړي.

د ولسمشر عارف علوي دفتر د چارشنبې (شورو) ماخوستن ناوخته پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې وویل چې له ایین سره سم یې د اسمبلۍ تحلیلولو سند لاسلیک کړی دی.

د ولسمشر له اقدام سره وفاقي کابینه هم ړنګه شوې ده.

د اګست پر ۱۰مه تلونکي وزیراعظم شهباز شریف په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو له مشر راجا ریاض سره لیدلي دي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې دواړو مشرانو د لنډمهالي وزیراعظم غوره کولو په اړه خبرې اترې وکړې.

تر دې وروسته راجا ریاض په اسلام اباد کې رسنیو ته وویل چې د احتمالي وزیراعظم لپاره یې شریف ته یوشمېر نومونه ورکړي دي. ده نومونه یاد نه کړل خو و یې ویل چې له شریف سره یې په صمیمانه فضا کې تفصیلي خبرې وکړې.

ریاض زیاته کړه چې نګران وزیراعظم به له شریف سره په سلا ټاکل کېږي.

راډیو زیاتوي چې وزیراعظم شریف هم د مخالفه ډلو مشر ته نومونه ورکړي دي او ریاض وویل چې دواړه به ورباندې غور وکړي او بیا به د مشورو لپاره سره وویني.

په همدې حال کې د پاکستان سېنېټ د اګست پر نهمه یو پرېکړه لیک منظور کړ چې پکې یې له انتخاباتي کمېشنه وغوښتل چې په ټاکلي وخت کې دې د عامو انتخاباتو کېدل باوري کړي.

هغه قرارداد د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان وړاندې کړ چې پکې یې له ټولو دولتي ادارو څخه پر وخت د انتخاباتو کولو لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

له قانون سره سم، انتخاباتي کمېشن باید د قامي اسمبلۍ تر ړنګېدو وروسته په درو میاشتو کې عام انتخابات وکړي.

دا قرارداد پر داسې مهال منظور شوی دی چې د پاکستان زیاتره ګوندونو د ۲۰۲۳ز کال په مني کې پر ټاکلي وخت د انتخاباتو غوښتنه کړې ده.

اخوا د پاکستان دولتي راډیو د اګست پر نهمه په یو رپورټ کې د شریف په حواله لیکلي ول چې د لنډمهالي حکومت جوړولو لپاره مشورې روانې دي.

د رپورټ له مخې، تلونکي وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې په دې لړ کې په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو له مشر راجا ریاض سره خبرې کوي.

د پاکستان له ایین سره سم، وزیراعظم او په اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر باید په درو ورځو کې د لنډمهالي وزیراعظم پر نوم سلا شي.

که داسې و نه شي نو بیا دا دنده پارلېماني کمېټي ته سپارل کېږي چې باید په درو ورځو کې د پخواني وزیراعظم او د قامي اسمبلۍ د اپوزیشن د پخواني مشر په سپارښتنه د یو کس نوم د حکومت مشرۍ ته غوره کړي.

له اساسي قانون سره سم، که پارلېماني کمېټي هم په دې کار کې پاتې راځي نو بیا انتخاباتي کمېشن په دوو ورځو کې د لنډمهالې ادارې د مشر نوم اعلانوي.

د قامي اسمبلۍ تر ماتېدو او د نګران حکومت تر جوړېدو وروسته کمېشن د انتخاباتو نېټه اعلانوي او په دې برخه کې تیارۍ پیلوي.

د قامي اسمبلۍ تر ړنګېدو له مخه لا په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې نګران حکومتونه ول ځکه چې هلته صوبايي اسمبلۍ د روان کال په پیل کې ړنګې شوې وې.

البته په سیند او بلوچستان صوبو کې منتخبې اسمبلۍ فعالې دي چې پینځه کلنه موده یې په روانه اګست میاشت کې پای ته رسېږي.

په پاکستان کې د قانون له مخې منتخب حکومت خپله پینځه کلنه موده تر پوره کولو وروسته واک نګران حکومت ته سپاري چې هغه بیا د ټاکنو له کمېشن سره په شریکه په ۹۰ ورځو کې انتخابات کوي او چارې نویو واکدارانو ته سپاري.

له قانون سره سم، د پارلېمان واکمن او مخالفه ګوندونه په شریکه د لنډمهالي حکومت چارواکي ټاکي.

په پاکستان کې وروستي انتخابات د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر ۲۵مه شوي ول چې په نتیجه کې یې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وزیراعظم شوی وو.

د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې حکومت مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه کې عمران خان له وزيراعظمۍ ليرې کړ او پر ځای یې د مسلم لیګ (ن) شهباز شریف د اېتلافي حکومت نوی مشر شو.

په پاکستان کې وزیراعظم د پینځه کلونو لپاره ټاکل کېږې خو د ۱۹۷۳ز کال د ایین له نافذېدو راهیسې تر اوسه یوه هم خپل وخت نه دی پوره کړی. په هغه هېواد کې تراوسه ۲۸ وزیراعظمان تېر شوي دي چې اوسنی هغه یې شهباز شریف دی.

XS
SM
MD
LG