د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پشتين: د اسلام اباد پولیس دې ژر پر ګيله من وزير برید کوونکي ونیسي


ګیله من وزیر په روغتون کې
ګیله من وزیر په روغتون کې

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين له اسلام اباد پولیسو غوښتنه کړې چې د بشري حقونو پر فعال او شاعر ګيله من وزیر برید کوونکي ژر ونیسي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د جولای پر اوومه شپه مهال په خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې ويډيو کې وویل چې ګیله من وزیر د جولای پر اوومه د اسلام اباد په اېف ۱۷ کې په یو برید کې زخمي شوی دی.

هغه زیاته کړه: "پر ګيله من وزیر لس، پينځلوس کسانو چې د وهلو او تشدد ټول اوزار ورسره وو، برید وکړ او هغه یې سخت ژوبل کړ. ښکاره خبره ده چې د يو د چا د مرګ ته د رسولو اوزار لرونکيو تر شا د چا لاس کېدلی شي. دا وخت موږ په پيمز هسپتال کې یو. ګيله من ته د دعاوو سخت ضرورت دی ځکه چې هغه ژور ټپي دی. له اسلام اباد پولیسو غوښتنه کوم چې دغه تشدد کوونکي دې ژر ونیسي."

د ګيله من وزیر خپل نوم حضرت نعيم دی. هغه د شمالي وزیرستان رزمک اوسېدونکی دی. نوموړی د بشري حقونو لپاره د فعالیت او د پښتنو سره د مینې د شاعرۍ لپاره ډېر مشهور دی. هغه په خپلو شعرونو کې د لادرکو خلکو پر مسله هم غږيږي او د پاکستان پر امنيتي مسایلو نیوکې هم کوي.

چارواکو د ګيله من وزیر د زخمي کېدو په اړه لا څه نه دي ویلي خو منظور پښتین وايي چې په ګیله من د ازاد خان داوړ په نامه یو تن او ځېنې نورو کسانو برید کړی دی. په دې اړه نور تفصیلات مخې ته نه دې راغلي.

مشال راډيو ته رسېدلي معلومات ښيي‌ چې په اسلام اباد کې د جایدادونو د خرڅولو او اخیستلو کاروباري او د تحريک انصاف غړي سیاستوال، ازاد خان داوړ ترمنځ په ځينو مسايلو جنجالونه روان وو. تر اوسه د دغو جنجالونو وضاحت نه دی شوی او نه هم داوړ په دې اړه څه ويلي دي.

ګیله من وزیر د خپلو حماسي شعرونو او د پاکستاني پوځ پر پالیسيوو د نيوکو لپاره پېژندل کېږي. هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنسټګر منظور احمد پشتین له نیږدې ملګرو او د دې تحريک د مرکزي شورا غړی دی.

تېر کال (۲۰۲۳)‌ کې ګيله من وزیر پر پوځ‌ د نيوکو او د خلکو د پارولو په تور نیول شوی وو. هغه د ۲۰۲۴ کال په فرورۍ میاشتې کې له نیږدېاته میاشتې زندان وروسته خوشې شو.

XS
SM
MD
LG