د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د کراچۍ پوهنتون یو استاد تر څو ساعته حراست وروسته خوشې کړی دی


د کراچۍ پوهنتون مرکزي دروازه ـ پخوانی انځور.
د کراچۍ پوهنتون مرکزي دروازه ـ پخوانی انځور.

پولیسو د کراچۍ پوهنتون استاد ډاکتر ریاض احمد تر څو ساعته حراست وروسته خوشې کړی دی.

نوموړي د سېپټېمبر پر لومړۍ تر خوشې کېدو وروسته مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر ۳۱مه د کراچۍ پوهنتون د سینډیکېټ په غونډه کې د ګډون لپاره روان وو چې پر ټيپو سلطان روډ باندې پولیسو او په ساده جامو کې یوشمېر نورو کسانو ونیوه او په زور یې نامعلوم ځای ته ولېږداوه.

ډاکتر احمد وویل چې پولیسو هغه په دې څو ساعتونو کې د کراچۍ ښار په بېلابېلو تاڼو کې ګرځاوه. "تر نیولو وروسته یې لومړی د جمشېد ټاون په تاڼه کې څلور ساعته بندي کړم، بیا یې د څه وخت لپاره برېګېډ تاڼې ته بوتلم. څو ساعته وروسته یې بیا نامعلوم ځای ته بېولی وم. ماخوستن یې بیا بهادر اباد تاڼې ته منتقل کړم او د شپې یې له بهادر اباد تاڼې څخه خوشې کړم."

د کراچۍ شرقي ضلعې پولیسو د سېپټېمبر په لومړۍ په بیان کې ویلي دي چې ډاکتر ریاض احمد د ۲۰۱۷ز کال په یوه مقدمه کې، چې د ارټېلري میدان په تاڼه کې دایره شوې وه، مفرور وو. پولیسو زیاته کړې چې د نوموړي نیول یوه "عادي کاروايي" وه او تر نیول کېدو څو ساعته وروسته یې خوشې کړی دی. تر اوسه معلومه نه ده چې په هغه مقدمه کې پر نوموړي څه تور پورې شوی وو.

بلخوا، ډاکتر احمد د پولیسو دا څرګندونې رد کړې دي او ویلي یې دي چې په ۲۰۲۰ز کال کې عدالت په هغه قضیه کې بري کړی وو.

نوموړی وايي چې پولیسو ځکه نیولی چې د اګست پر ۳۱مه په کراچۍ پوهنتون کې د سینډيکېټ په غونډه کې د اسلام اباد های کورټ د قاضي طارق محمود جهانګېري د وکالت بریلیک یا ډېګرۍ د کره والي په اړه پرېکړه کېده.

دی زیاتوي چې امنیتي ادارو غوښتل چې پر کراچۍ پوهنتون فشار واچوي.

خو د کراچۍ پوهنتون مشر پوهاند خالد محمود عراقي مشال راډیو ته په استولي بیان کې د ډاکتر ریاض احمد دعوه رد کړې او وايي چې سینډېکېټ ۲۳ غړي لري چې ټولې پرېکړې د پوهې او واقعیتونو له مخې کوي. دی زیاتوي چې پر پوهنتون هېڅ فشار نه وو.

په همدې حال کې د کراچۍ پوهنتون سینډيکېټ د اګست پر ۳۱مه تر غونډې وروسته په بیان کې وویل چې د قاضي جهانګېري د وکالت سند جعلي دی نو ځکه یې لغوه کوي.

د بشري حقونو د کمېشن په ګډون فعالانو د ډاکتر ریاض احمد پر نیولو اندېښنه ښوولې ده.

XS
SM
MD
LG