د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف انتخاباتي قانون کې د بدلون پرضد سپریم کورټ ته درخواست کړی


د پاکستان سپریم کورټ ودانۍ پخوانی انځور.
د پاکستان سپریم کورټ ودانۍ پخوانی انځور.

پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د ۲۰۱۷ز کال د انتخاباتو په قانون کې د بدلون پرضد په سپریم کورټ کې غوښتنلیک دایر کړی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان قامي اسمبلۍ او وروسته سېنېټ د اګست پر شپږمه د مخالفه ګوندونو پر نیوکو سربېره په قانون کې بدلونونه تایید کړل.

د تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان د اګست پر اوومه د خپل وکیل سلمان اکرم راجا په ذریعه په سپریم کورټ کې درخواست دایر کړ چې پکې راغلي چې هغه قانون په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او لږکیو د ځانګړو څوکیو په اړه د سپریم کورټ د جولای ۱۲مې پرېکړې سرغړونه ده نو ځکه دې عدالت د ۲۰۲۴ز کال د انتخاباتو دویمه ترمیمي مسوده "باطله" اعلان کړي.

د ترمیمي مسودې له مخې، خپلواک نوماندان د انتخاباتو تر ګټلو درې ورځې وروسته په کوم ګوند کې نه شي شاملېدای او ازاد به پاتې کېږي. په مسوده کې دا هم راغلي دي چې که یو ګوند په ټاکلي وخت کې انتخاباتي کمېشن ته د لږکیو او ښځو د ځانګړو څوکیو لپاره نومونه ور نه کړي، نو بیا به هغه څوکۍ نه شي ترلاسه کولای.

دا په داسې حال کې ده چې د پي ټي ای ملاتړ لرونکو سیاستوالانو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې په خپلواکه توګه ګډون کړی وو او تر بریا وروسته په سني اتحاد شورا (کونسل) ورګډ شول چې ګوند ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړي خو خو انتخاباتي کمېشن په خپل فرمان کې ویلي ول چې سني اتحاد کونسل ورسره د ځانګړو څوکیو لپاره د نوماندانو نوملړ نه وو شریک کړی.

سني اتحاد کونسل د دې پرضد په پېښور های کورټ کې درخواست دایر کړ خو عدالت د کمېشن پرېکړه پر ځای وساتله.

تر دې وروسته سني اتحاد کونسل په سپریم کورټ کې غوښتنلیک دایر کړ. د پاکستان سترې محکمې په مې کې د پېښور های کورټ او د انتخاباتي کمېشن پرېکړې وځنډولې.

کمېشن د عدالتي امر پر اساس د قامي او صوبايي اسمبلیو پر ځانګړو څوکیو د منتخبو ۷۷ استازو غړیتوب وځنډاوه.

د جولای پر ۱۲مه د پاکستان سپريم کورټ د چیف جسټس قاضي فایز عیسا په مشرۍ ۱۳ کسیزې لویې جرګګۍ پي ټي ای ته په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او لږکیو ځانګړو څوکی ورکولو امر وکړ. د سترې محکمې اته قاضیانو د پېښور های کورټ او پاکستان انتخاباتي کمېشن پرېکړې لغوه کړې.

د پاکستان قامي اسمبلي ټولې ۳۳۶ څوکۍ لري چې ورڅخه یې پر ۲۶۶ باندې استازي د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او ۶۰ څوکۍ ښځو او ۱۰ لږکیو ته ځانګړې وي.

XS
SM
MD
LG