د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم په خیبر کې د ۳ ورځنۍ جرګې لومړنی بهیر پیل کړی دی


پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر د جمرود د رېګي للمې په میدان کې یوشمېر خیمې درولې دي او نورې هم دروي - د اکتوبر ۱۱مې انځور.
پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر د جمرود د رېګي للمې په میدان کې یوشمېر خیمې درولې دي او نورې هم دروي - د اکتوبر ۱۱مې انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وايي د اکتوبر پر ۱۱مه یې د "پښتنو قامي عدالت" په نوم د درې ورځنۍ لویې جرګې لومړنی بهیر پیل کړی دی او انتظامات تقریباً بشپړ شوي دي.

د غورځنګ ګڼ فعالان د خیبر د جمرود د رېګي للمې په میدان کې د پراخې جرګې انتظامي چارې پرمخ وړي او د نظم پر ځای ساتلو لپاره یې یوه ډله ګومارلې ده.

د غورځنګ مشر منظور پشتین د اکتوبر ۱۱مې پر مازیګر پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په ویډیويي پیغام کې وویل چې په تېرو ورځو کې د جرګې پر ضد د حکومتي اقداماتو له وجې اړین انتظامات پر وخت و نه شول چې د دې له وجې جرګه وځنډېدله.

تر پشتین څو ساعته مخکې د غورځنګ فعالانو هم مشال راډیو ته ویلي ول چې هڅه کوي چې ژر زیاتې خیمې ودروي چې پکې به د بېلابېلو کمېټیو غړي سلا مشوره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پي ټي اېم وايي چې پوليسو او امنیتي ځواکونو د اکتوبر پر نهمه شپې شاوخوا درې بجې په پینځم ځل د جمرود په رېګي للمه کې د جرګې پر انتظامي کيمپ چاپه ووهله، خیمې او د جرګې د انتظام لپاره یې نور شیان لیرې کړل او میدان یې ونیوه.

د غورځنګ مشر منظور پشتین په خپل ویډیويي بیان کې وویل چې په تېرو دوو لسیزو کې د ورکو شویو او وژل شویو پښتنو د ارقامو ښوولو لپاره د لویې پردې او لاوډ سپیکرو د لګولو نظام هم پر وخت جوړ نه شو.

ده البته وویل چې د جرګې انتظامات تقریباً بشپړ شوي دي او د پي ټي اېم غړي او فعالان به شپې مهال هم خپل کار ته دوام ورکوي.

پشتین وویل چې د جرګې ځای ته له بېلابېلو سیمو څخه د ولسونو استازي ورغلي دي او نور هم په لارو کې دي.

ده زیاته کړه چې اوس هم په مختلفو ځایونو کې لارې بندې دي چې له وجې د خلکو ورتګ ځنډېدلی دی.

د نوموړي تر وینا څو ساعته مخکې د اکتوبر پر ۱۱مه ماسپښین مهال په سلګونو خلکو د رېګي للمې په میدان کې د جمعې لمونځ وکړ.

دا تر هغې وروسته ده چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د اکتوبر پر ۱۰مه شپې ناوخته په پېښور کې د غورځنګ له مشر منظور پشتین سره ولیدل او و یې ویل چې جرګه به "بریالۍ" وي.

تر دې مخکې د پاکستان حکومت د اکتوبر پر شپږمه د يو فرمان په خپرولو پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه او د ترهګرۍ مخنيوي د قانون له مخې يې "ناقانونه سازمان" وګرځاوه.

پي ټي اېم حکومتي اقدام "ظالمانه" وباله او د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، د پاکستان سیاستوالانو او فعالانو بندیز وغنده او ورباندې یې خواشیني وښوده.

خو د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اکتوبر پر نهمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې تور پورې کړ چې غورځنګ لویه "جرګه نه کول غواړي" نو ځکه ورته اجازه نه ورکوي. د دې په غبرګون کې پي ټي اېم وویل چې پر ټولو محدودیتونو سربېره جرګه هرومرو دایروي.

ګنډه پور تر ملاقات وروسته له پشتین سره یوځای خبریالانو ته وویل چې د اعلاوزیر په حیث به د جرګې د پرېکړه لیکونو د عملي کولو هڅه کوي.

یو خبریال چې له ګنډه پوره وپوښتل چې وفاقي حکومت خو پر پي ټي اېم بندیز لګولی دی نو اوس څنګه جرګه کولای شي، نو نوموړي په ځواب کې وویل چې "کله جرګه کېږي نو بندیز معنا نه لري."

پشتین خبریالانو ته وویل چې جرګه د پښتنو یو پخوانی دود دی چې "مالک نه لري بلکې ټول قام یې مالک وي" او پي ټي اېم یوازې د "منتظم" رول ترسره کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د پښتنو "وینه ضایع کېدو" ته نه پرېږدي. دا په داسې حال کې ده چې غورځنګ پولیس تورنوي چې د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې یې پر غړو او فعالانو "مستقیمې ډزې" وکړې چې پکې درې کسان ووژل او تر ۱۰ زیات ژوبل شول. پي ټي اېم وايي چې یو ژوبل کس وروسته په روغتون کې سا ورکړه چې ورسره د وژل شویو شمېر څلور ته لوړ شو.

پولیسو او انتظامي چارواکو لا د پي ټي اېم د تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو د خيبر پښتوخوا اعلاوزير د هغه بريد غندنه کړې وه.

د تاوتریخوالي تر هغې پېښې یوه ورځ وروسته د غورځنګ په زرګونو غړو او پلویانو د رېګي للمې په هغه میدان کې د وژل شویو فعالانو جنازه وکړه.

په هم هغه وخت کې د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر علي امین ګنډه پور په مشرۍ پر روان وضعیت د لوړپوړو چارواکو غونډه وشوه.

صوبايي حکومت پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) په بیان کې غونډې ته د "پراخې یا لویې جرګې" نوم ورکړ او ورسره یې ویډیو هم خپره کړه چې پکې ښکاره کېدل چې له اعلاوزیر سره یوې خوا ته ګورنر فیصل کریم کونډی او بل څنګ ته یې نقوي ناست ول.

هغې غونډې ته په وفاق کې د واکمن مسلم لیګ (ن)، د عوامي نیشنل ګوند، جماعت اسلامي، ملي جمهوري غورځنګ او نورو ګوندونو مخکښ مشران ورغلي ول.

اعلاوزیر علي امین ګنډه پور تر غونډې وروسته وویل چې د جرګې د ټولو سپارښتنو عملي کولو او د پښتنو د لویو ستونزو د هواري لپاره به غږ پورته کوي.

البته د حکومت پر اجازې سربېره د غورځنګ مخکښ مشران او غړي وايي چې لا هم ګڼ خلک د جرګې ځای ته نه دي ورغلي ځکه چې په تېرو ورځو کې پولیسو په مختلفو ځایونو کې چاپې ووهلې، لسګونه فعالان او مشران یې ونیول او لارې یې بندې کړې وې.

د پي ټي اېم مخکښ غړي وايي چې چارواکو د پېښور او کواټ ترمینځ د تګ راتګ لپاره کارېدونکی سرنګ تړلی دی.

د خیبر پښتونخوا د اورکزیو، هنګو، ټل، کورمې، کرک، بنو، لکي مروت، ډېره اسماعیل خان او شمالي او جنوبي وزیرستانونو خلک له کواټه تر تېرېدو وروسته د هغه سرنګ له لارې پېښور ته ځي. که هغه سرنګ تړلی وي نو بیا د کواټ د کوتل غرییزه لاره هم کارېدای شي خو ورسره لاره او مسافت دواړه اوږدېږي.

همدا لامل دی چې پي ټي اېم وايي چې ګڼ فعالان یې په بېلابېلو لارو پلي د خیبر جرګې پر لوري روان دي.

د سرنګ د تړل کېدو له وجې ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي پر سړک ولاړ دي او ډرېورانو مشال راډیو ته وویل چې له مشکلاتو سره مخامخ دي.

د کواټ انتظاميه وايي چې استخباراتي معلومات یې ترلاسه کړي دي چې وسلوال په سرنګ کې دننه موټر بم حمله کول غواړي نو ځکه یې تړلی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې په درې ورځنۍ جرګه کې "لسګونه زره پښتانه" په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتون مېشته سیمو د طبیعي زېرمو او وسایلو د واک د ستونزو د هواري او د يوشمېر نورو چارو په اړه ګډه پرېکړه کوي.

پشتین د هغې لویې غونډې اعلان د جولای پر ۱۲مه د شمالي وزيرستان په اسد خېلو کې د غورځنګ د یو مخکښ ګیله من وزیر په جنازه کې ورغونډو شويو زرګونو کسانو ته په وينا کې کړی وو.

نوموړي د جرګې تر اعلان وروسته له ګڼو سیاسي مشرانو سره وکتل، د پښتنو بېلا بېلو ضلعو ته ولاړ او د سیمې مشرانو ته یې په جرګه کې د ګډون بلنه ورکړه.

پي ټي اېم په ۲۰۱۸ز کال کې جوړ شوی دی او له هغه وخت راهیسې یې د ناامنیو، د پوځ تګلارو، د بشري حقونو سرغړونو، جبري بې درکیو، ماورای عدالتي وژنو، د پښتنو په سیمو کې پر طبیعي زېرمو د ولس د واک او نورو یوشمېر موضوعاتو په اړه پراخې مظاهرې، جلسې، احتجاجي ناستې او غونډې کړې دي.

XS
SM
MD
LG