د لاسرسي ځای

تازه خبر

زده کونکو سازمان په کورمه کې د جګړې درولو غوښتنه کړې ده


د غونډې ګډونوالو وویل چې په د کورمې سنیان او شیعه ګان امن غواړي ـ پخوانی انځور.
د غونډې ګډونوالو وویل چې په د کورمې سنیان او شیعه ګان امن غواړي ـ پخوانی انځور.

د کورمې شیعه زده‌ کونکو سازمان له حکومته غوښتنه کړې ده چې په کورمه کې د شیعه او سنیانو ترمینځ جګړه ودروي.

د امامیه سټوډنټس ارګنایزیشن مشر حسن رضا، د جولای پر ۲۷مه په پېښور پریس کلب کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې یو شمېر ځوانان د زده کړو لپاره پېښور ته تللي خو د جګړې له وجې په پېښور کې ایسار شوي دي او بېرته په کورمه کې خپلو سیمو ته نه شي ستنېدلی.

هغه وویل "زموږ د سیمې خلک امن غواړي او د جنګ په حق کې هیڅوک نه دي، خو پته نشته چې په مینځ کې داسې څوک دي چې دا جنګونه جوړوي. جنګ له وجې لارې بندې دي. چا چې پېښور ته ناروغان راوستلي ول او یا د نورو کارونو لپاره راغلي وو، دلته په هوټلونو کې اوسېږي او پیسې ورسره ختمې شوي دي. حکومت دې لارې خلاصې کړي او یا دې د هیلي کاپټر یا بلې لارې د خلکو ستونزې هوارې کړي."

د سیمې اوسېدونکي او چارواکي وايي چې د کورمې په بوشهره (بوشارو او بوشېره هم بلل کېږي) کې د مدګي کلي او مليخېلو د اوسېدونکو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر پیل شوه او بیا د بالشخېلو، خوار کلي، سدې، سنګینې، غوز ګړۍ، کونج علیزیو، سپینې شګې او پیواړ تر سیمو وغځېدله.

دا نه ده معلومه چې نښتې چا پیل کړه خو د ځايي خلکو په وينا وجه يې هلته د دوو کورنیو ترمینځ د ځمکې د ملکيت پر سره لانجه ده.

د ملیخېلو حشمت علي د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته وويل چې په بوشهره کې یوې جرګې پر ۷۰ جریبه انتقالي ځمکه د لانجې د هواري فیصله عملي کوله چې ورباندې ډزې وشوې چې له کبله یې په سیمه کې نښتې پیل شوې.

په خبري غونډه کې شریک سید اظهر علي شاه مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې د ځمکې شخړې له پخوا راهیسې دي."دا پخوانۍ شخړې دي، عدالتونو هم په دې اړه پرېکړې کړي خو عمل پرې نه کېږي. زه په ډاډ سره وایم چې په کورمه کې سنیان او شیعه ګان دواړه جنګ نه غواړي."

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.

په بوشارو کې تر دې وړاندې هم څو ځلې د ځمکې د ملکیت پر سر د لانجو له وجې شخړې شوې دي. په هغه سیمه کې شیعه او سني وګړي مېشت دي او د ځمکو لانجو پر سر نښتې اکثر ژر په فرقه‌ يیز تاوتریخوالي اوړي.

د متحده علما بورډ یو مشر، عابد شکیل، مشال راډیو ته وویل، د پاړه چنار ټول خلک په سیمه کې امن غواړي." په پاړه چینار کې سنیانو او شیعه ګانو د امن لپاره شریک لاریونونه کړي دي، په انتخاباتو کې یې شریکه برخه اخیستې، خو دا یوه وړه ډله ده چې د جهاد فتوې لګوي او د سیمې امن خرابوي."

په کورمه کې د شیعه او سنيانو ترمینځ په نښتو کې تر د جولای تر ۲۶مې اته کسان وژل شوي او ۲۸ ټپي شوي دي.

د شیعه ګانو روحاني مشر، علامه شیخ فدا حسین مظاهري، ویلي چې په سیمه کې روانه خونړۍ جګړه څرګندوي چې ریاستي ادارې د خپلې زمه وارۍ په پوره کولو کې ناکامه شوې دي. هغه زیاته کړه، "شیعه او سني وګړو دواړو خواوو ته پراخ تاوانونه رسېدلي دي، خو د جګړې د درولو لپاره څه اقدام نه کېږي، چې دا پوښتنې راپورته کوي. هغه له مذهبي مشرانو څخه غوښتي چې د سازش ښکار نه شي او د امن لپاره په ګډه کار وکړي.

د سنیانو یو دیني عالم، مفتي نور بادشاه، وویل، "په سیمه کې د پیل شوې مسلکي کرکې مخنیوی نه یوازې د حکومت ذمه واري ده، بلکې د سیمې هر تن باید په دې لړ کې خپل کردار ولوبوي."

د خیبر پښتونخوا صوبایي حکومت او د کرمي ضلعي انتظامیې د روانې جګړې په اړه څه نه دي ویلي، خو د جګړې د درولو لپاره له هنګو څخه د مشرانو یوه جرګه دوه ورځې وړاندې ورغلې ده. یادې جرګې دوه ځله هڅه کړې چې ډز بندي وکړي خو بریالي شوي نه دي.

پولیسو او ضلعي انتظامیې لا د فرقه ییزو نښتو په اړه رسماً څه نه دي ویلي خو د بره کورمې یو انتظامي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې انتظامیه په دې اړه له پولیسو او امنیتي ادارو سره په رابطه کې ده.

ده له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه خو زیاته یې کړه چې ژر به په سیمه کې امن بحال شي.

XS
SM
MD
LG