د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان د سره روغې اوسېدونکي د ټولو ښوونځیو فعالولو غوښتنه کوي


په واڼه کې د ښوونځي یوشمېر ماشومان امتحاني پرچه حل کوي - پخوانی انځور.
په واڼه کې د ښوونځي یوشمېر ماشومان امتحاني پرچه حل کوي - پخوانی انځور.

د سوېلي وزیرستان د سره روغې (سره راغه) اوسېدونکو له حکومته غوښتي دي چې په سیمه کې دې د نجونو او هلکانو ټول سکولونه فعال کړي.

د سیمې یوشمېر اوسېدونکو د جولای پر ۲۲مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، هلته زیاتره ښوونځي له اوږدې مودې راهیسې تړلي دي چې له کبله یې ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي.

د سره روغې یوه اوسېدونکي مرتضا مسید وویل، زیاتره تړلي ښوونځي د نجونو دي. ''په تحصیل سره روغه کې د نجونو او هلکانو سکولونه بند دي خو د نجونو یو یا دوه فعال دي، پاتې ټول بند دي، د هلکانو په سکولونو کې هم يو څو فعال دي او نور بند دي.''

د پاکستان حکومت په جنوبي وزیرستان کې په ۲۰۰۹ز کال کې د راه نجات په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له وجې د سیمې ډېرې خلک بې کوره او کډوال شوي ول او د نښتو او ناامنۍ پر مهال سکولونو ته هم زیانونه اوښتي ول.

د سیمې اوسېدونکی اسحاق مسید وایي په سیمه کې دوه سکولونه خلاص دي خو هغې ته هم استادان د لږ وخت لپاره ورځي. ''د کوټکي او د سره روغه های سکولونه فعال دي خو استادان ورته [په میاشت کې] ۱۰ یا ۱۵ ورځې ورځي. شخصي سکولونه ټول بند دي.''

د جنوبي وزیرستان د تعلیم څانګې مشر امیر محمد مشال راډیو ته وویل چه په سره روغه کې یې د سرکاری سکولونو د فعالولو چارې ګړندۍ کړي دي او ډېر ژر به په سکولونو کې د استادانو حاضري هم يقيني کړي. ''اوس چوټیانې (رخصتیانې) دي خو د اګست له شروع څخه به هر سکول ته ورځو او چې کوم استادان کار ته نه ورځي نو ورسره به هېڅ ډول رعایت نه کېږي.''

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG