د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي ۱۴ هېوادونو ته یې خپل ډېپلوماټان استولي دي


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پر کابل هوايي ډګر د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي هرکلی کوي - پخوانی انځور.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پر کابل هوايي ډګر د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي هرکلی کوي - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د ایران، پاکستان، ترکیې، روسیې، چین او قازقستان ترڅنګ یې يوشمېر عربي او افریقايي هېوادونو ته خپل ډېپلوماټان لېږدولي دي.

اسوشیېټېډ پريس اژانس د مارچ پر ۲۵مه په يو رپورټ کې وويل چې مجاهد دا خبره په يوه ويډيويي پيغام کې کړې ده.

د اژانس په خبره، مجاهد په دې اړه زيات معلومات نه دي ورکړي خو ويلي يې دي چې د طالبانو حکومت هڅې تېزې کړي چې د نړۍ په يوشمېر هېوادونو کې د افغانستان د ډېپلوماټیکو ماموريتونو کنټرول ترلاسه کړي.

اژانس د ذبیح الله مجاهد په حواله په خپل رپورټ کې زياته کړې چې د افغانستان د تېر حکومت ډېپلوماټان به د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره په همغږۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

خو د افغانستان يو پخوانی ډېپلوماټ غوث جانباز وايي، په بېلابېلو هېوادونو کې د طالبانو لاسونو ته د سفارتونو او قونسلګریو ورتلل د هغوی د حکومت د سياسي يا ډېپلوماټیکې بريا معنا نه لري.

جانباز د مارچ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، "دا یو لړ تعاملات دي چې ځینې هېوادونه یې له طالبانو سره د دې لپاره کوي چې هلته ګڼ افغانان مېشت دي. د هغوی د ستونزو د حل لپاره دا تعاملات اړين دي."

خو برعکس، افغان طالبان په ډېپلوماټیک او سیاسي ډګر کې د خپلو لاسته راوړنو خبره په داسې حال کې کوي چې حکومت يې په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر تعليم او کار د بنديز له امله د نړيوالو له نيوکو او فشارونو سره مخامخ دی.

تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. په هغو هېوادونو پاکستان، ترکیه، قطر او چین هم شامل دي چې په افغانستان کې فعال ډېپلوماټیک ماموریتونه لري.

اسوشیېټېډ پريس اژانس په خپل رپورټ کې ويلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بهرنيو هېوادونو ته د افغان ډېپلوماټانو د لېږدولو په باب د اژانس پوښتنو ته ځواب نه دی ويلی.

طالبانو د ۲۰۲۱ز د اګست پر ۱۵مه د کابل تر نيولو وروسته په خپلو لومړنيو څرګندونو کې تاثر ورکاوه چې ګواکې د نجونو د تعليم او د ښځو د کار په اړه به يې دريځ "منځلاری" وي، خو ورو په ورو يې بندیزونه ډېر کړل او د افغان ولس، په تېره د نجونو او ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې کړل.

خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي‌ او وايي چې د "شریعت په چوکاټ" کې یې ښځو ته حقونه ورکړي دي او دا چې هغوی ته د تعلیم او کار د اجازې پر مېکانېزم کار کوي.

XS
SM
MD
LG