د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا سېکان وايي د ودونو ثبتولو قانون نه شتون له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي


په پنجاب سېکان د خپلې مېلې لمانځلو پر مهال - پخوانی انځور.
په پنجاب سېکان د خپلې مېلې لمانځلو پر مهال - پخوانی انځور.

په داسې حال کې چې د پنجاب صوبايي کابینې د سېکانو د ودونو قانون منظور کړی دی، په خیبر پښتونخوا کې اوسېدونکي سېکان وايي چې د هغه قانون نه شتوالي له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د قانون له مخې اوس سېکان کولای شي چې د ګوردوارو تر څنګ په یونیین کونسلونو کې هم خپلې نکاح نامې ثبت کړي.

د پنجاب اسمبلۍ د "پنجاب سېک انند کرج ميرېجز ايکټ" په نوم هغه قانون په ۲۰۱۸ز کال کې منظور کړی وو.

د پنجاب د لږکیو چارو وزیر رمېش سېنګ اروړه د جون پر ۲۶مه تر کابینې تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې دا کار تر ډېرو هڅو وروسته شوی دی.

نوموړي د خپل حکومت د اقدام ستاینه وکړه. "څنګه چې زموږ حکومت راغی نو د نورو اقداماتو تر څنګ د سېکانو د ودونو پر قانون هم کار پیل شو. په تېرو درو میاشتو کې موږ د دې قانون لپاره اصول جوړ کړل. د کابینې او د اعلاوزیرې مریم نواز منندوی یم چې دا قانون یې تایید کړ."

په حسن ابدال کې دوه سېکانې د بېساکۍ مېلې پر مهال - پخوانی انځور.
په حسن ابدال کې دوه سېکانې د بېساکۍ مېلې پر مهال - پخوانی انځور.

په همدې حال کې په خیبر پښتونخوا کې هم سېکانو له حکومته غوښتي چې ورته قانون دې جوړ کړي.

په پېښور کې د ګوردوارو د انتظام کمېټۍ پخوانی عمومي سېکرټر صاحب سېنګ د جون پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د ودونو نه رجسټرېدو له وجې د شناختي کارډونو په جوړولو، د نوکریو یا ملازمتونو په ترلاسه کولو، د میراث او جایداد په موضوعاتو او له هېواده بهر په سفر کولو کې ډېرې ستونزې لري. "موږ ته غټ مشکلات دا دي چې کله سړی وفات شي نو بچي یې د جایداد په لړ کې عدالت ته ولاړ شي او عدالت بیا د وراثت تقسیم فیصله کوي نو هغه ډېر وخت اخلي."

دی وايي چې کله چې "یو هلک او نجلۍ چې واده وکړي نو موږ ورته له ګوردوارې سرټېفیکېټ ورکړو" چې ورباندې د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو په اداره (نادرا) کې "کار وشي خو بیا هم ورته ویل کېږي چې نکاح نامه راجسټر نه ده. داراز، که د ودونو رجسټرېشن لپاره قانون جوړ شو نو ښځو ته به له [مېړه] د تل لپاره تر بیلېدو وروسته هم په جایداد کې برخه رسي."

په پېښور کې د سېکانو یو بل مشر ګورپال سېنګ هم وايي چې خورا اوږده موده یې له حکومت سره د ودونو د ثبتولو د قانون په اړه خبرې کړې دي خو تر اوسه یې غوښتنې نه دي منل شوې. "موږ په اسلام اباد کې د نادرا له مشر سره دا خبره کړې چې تر هغو چې قانون نه وي جوړ شوی، د ګوردوارې نکاح به قبلوي. یونیین کونسل موږ ته د پیدایښت او مرګ سرټېفیکېټونه راکوي، خو نکاح نامه نه راکوي ځکه چې قانون نه شته."

په خیبر پښتونخوا کې د بشري حقونو چارو مبارزه شاهده شاه وايي چې د پاکستان ایین ټولو وګړو ته د یو ډول حقونو ورکولو ضمانت ورکوي خو پر دې سربېره له لږکیو سره توپیري چلند کېږي چې دا په ټولنه کې لا نور درزونه پیدا کوي. "په خیبر پښتونخوا کې د سېکانو د ودونو قانون نه شته چې دا نه یواز د سېک ښځو بلکې د خیبر پښتونخوا صوبې لپاره هم د زیان خبره ده ځکه چې تر هغو چې [حکومت] د خلکو د ابادۍ پوره معلومات و نه لري نو [د پرمختیايي او نورو چارو] په پلان جوړونه کې به نقصان" ګالي.

په خیبر پښتونخوا کې د سېکانو د ودونو ثبتولو په اړه د قانون جوړولو عمل له مودې راهیسې د ځنډ ښکار دی او په تېرو وختونو کې د لږکیو استازو او حکومتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې په دې اړه هلې ځلې کوي.

د خیبر پښتونخوا د دیني چارو وزیر عدنان قادري د جون پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې پخوانیو حکومتونو د سېکانو د ودونو رجسټرولو د قانون لپاره ډېر کار کړی دی خو په دې اړه لا هم خبرې اترې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه چې پر دې موضوع په اسمبلۍ او د کابینې په غونډو کې خبرې وي. "په اسلام کې هم د اقلیتونو د حقونو خبره شوې ده. خیبر پښتونخوا هم په دې لړ کې ډېر کار کړی دی او زما په اند له پنجابه به یې زیات کړی وي."

په خیبر پښتونخوا کې د سېکانو کره ابادي معلومه نه ده خو د هغوی یو مشر ګورپال سېنګ وايي چې ښايي په هغه صوبه کې ۳۵،۰۰۰ سېکان اوسي.

XS
SM
MD
LG