د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت د تعلیم فعال احمد فهیم عظیمي تر ۱۱ میاشتني بند وروسته خوشې کړی دی


د احمد فهیم عظیمي پخوانی انځور.
د احمد فهیم عظیمي پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د زده کړو په برخه کې فعال احمد فهیم عظیمي خوشې کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د سېپټېمبر پر ۲۶ مه پر اېکس لیکلي دي چې نوموړی تر څه باندې ۱۱ میاشتني بند وروسته خوشې شوی دی.

سازمان ویلي دي چې عظیمي باید هېڅکله د نجونو د زده کړو د حقونو ملاتړ په خاطر زنداني شوی نه وای.

د هغه ورور احمد فواد عظیمي د سېپټېمبر ۲۶مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، "زما ورور احمد فهیم عظیمي د محکمې په وروستۍ قضايي جلسه کې د محکمې د حکم له مخې خوشې شو. هغه شاوخوا ۱۱ میاشتې او ۲۰ ورځې په بند کې تېرې کړې، خو الحمدلله، د خدای شکر دی، چې خوشې شو او اوس له خپلې کورنۍ سره دی."

د طالبانو حکومت لا د نوموړي د خوشې کولو په اړه څه نه دي ویلي.

عظیمي د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د طالبانو د حکومت پرضد د کړنو په تور نیول شوی وو او سږ کال په اپرېل کې ورته په غیاب کې د یو کال بند سزا هم اورولې وه چې هغه و نه منله او د استیناف (لوړ عدالت) غوښتنه یې وکړه.

د طالبانو حکومت په وروستیو کلونو کې د ګڼو فعالانو، خبریالانو او نورو کسانو نیول او ځورول پیل کړي دي، او پر ځینو د جاسوسۍ او حکومت د پالیسۍ د مخالفت تورونه لګولي دي​.

د ۲۰۲۳ ز کال په مارچ کې د طالبانو حکومت په کابل کې د تعليمي چارو فعال او د "قلم لار ټولنې" بنسټګر مشر مطیع الله ویسا ونيو چې بیا یې تر اووه میاشتو بند وروسته یې خوشې کړ.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار بندیزونه او محدوديتونو لګولي دي.

د طالبانو حکومت وايي چې د نجونو د زدکړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو درو کلونو کې یې په دې برخه کې څومره پرمختګ کړی دی.

XS
SM
MD
LG