د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسي مشران: د ناامنۍ له وجې له ټانک څخه کډې بارېږي


په ټانک کې امنیتي سرتېري پر سړک د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
په ټانک کې امنیتي سرتېري پر سړک د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د ټانک ضلعې ولسي مشران او اوسېدونکي وايي، هلته د زیاتې شوې ناامنۍ له کبله خلکو کډې کول پیل کړي دي.

دوی وایي چې خلک ځکه په کډو کولو مجبور شوي دي چې هلته د موجودو وسلوالو له کبله ځان خوندي نه ګڼي.

قبایلي مشر ملک پتو بېټني د جون پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې دوی په خپله ګڼ خلک لیدلي چې له ټانک څخه یې کډې کړې دي. "که عمرخېل دي، که ملازي دي، ملاخېل دي، عمر خان کلی دی، د پک کلی دی، زما د سترګو لیدلی حال دی چې له دې سیمو کډې روانې دي. دا ډېرې نېږدې سیمې دي، دلته د پوځ قلعې دي او ورسره پولیس په څو کېلومیټرو [کې پراته] دي. که دوی ریښتیا هم کاروايي کولای او د خلکو خدمت یې کولای نو دا کډې به نه بارېدې."

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د ټانک په ګډون د خیبر پښتونخوا په جنوبي او قبایلي ضلعو کې ناامني زیاته شوې ده. د جون پر ۲۹مه وسلوالو په ټانک کې یو ځايي وګړی وویشت.

ټانک د ډېره اسماعیل خان ډېوېژن برخه ده. او له جنوبي وزیرستان، لکي مروت او ډېره اسماعیل خان سره پولې لري.

د ټانک ضلعې یو بل مشر ندیم عوام دوست وایي، د سیمې خلکو د ناامنۍ ضد احتجاجونه کړي دي خو نتیجه یې نه ده ورکړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ پخواني استازي علي وزیر پر اېکس یوه ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي چې د ناامنۍ له وجې د ټانک له جنډولې او خواشا سیمو څخه خلک بیا کډې باروي.

د سیمې یو استوګن هارون وایي، په سعودي کې مسافري کوي خو په وروستیو کې خپل کلي ته په رخصتۍ ورغلی دی. هغه وایي ۳۵ کلن دی او په خپل ټول عمر کې یې په ټانک کې دومره بدامني او وېره نه وه لېدلې.
هغه مشال راډیو ته وویل "د حکومت رټ (عملداري) نه شته، داسې نه ښکاري چې دا سیمه د پاکستان ریاست تر واک لاندې ده. دلته حکومت مکمل ناکام دی. چې مازیګر شي چې خپل کلي ته ځم نو وېرېږم چې څوک مې و نه تښتوي، څوک مې و نه وهي. خلک دومره تنګ شوي دي چې وایي چې له ټانکه پنجاب ته ولاړ شو."

خو د ټانک د سټي تاڼېدار اصغر وزیر مشال راډیو ته وویل چې دوی په سیمه کې د خلکو د امنیت ساتلو ته ژمن دي او پولیس ګزمې کوي.

هغه وویل، پولیس وخت په وخت ضلعې ته پر ورغلیو لارو ناکې لګوي.

د ټانک د پولیسو مشر عبدالسلام خالد هم مشال راډیو ته وویل چې د سیمې د امنیت لپاره له پوځ سره په ګډه کار کوي.

د پاکستان پوځ هم وخت په وخت په ټانک کې د عملیاتو او پکې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه وویل چې په هېواد کې د ترهګرۍ ختمولو لپاره د عزم استحکام په نوم عملیات پیلوي چې پکې د پوځي کاروایانو ترڅنګ د سختدریځۍ د مفکورې پرضد سیاسي، ډېپلوماټیک او معلوماتي هلې ځلې هم شاملې دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG